اسلام آباد 12نومبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په انتخابي اصلاحات اتفاق غواړو٬بلاول د لاړكانه د كوڅو معلومات نه لري٬د پاكستان د سياست به هغه ته څه معلوم وي٬اپوزېشن د يو بل په سهارا د اودرېدو هڅه كوي٬د ګرانۍ بنيادي وجه په نړيواله كچه د ګرانۍ راتلل دي ٬پاكستان د خپل كمزوري معيشت باوجود د لويو نړيوالو چېلنجونو مقابله كړی٬د نورو هېوادونو په نسبت د پاكستان معيشت په تندۍ سره وده مومي۔د كور كمېټۍ په غونډه كښې د افغانستان په صورتحال٬په ګرانۍ٬په بلدياتي ټاكنو او په اليكټورل ريفارمز تفصيلي خبره شوې ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پاكستان تحريك انصاف كور كمېټۍ غونډې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د كور كمېټۍ غونډه كښې د ګرانۍ په اړه تفصيلي غور شوے٬حكومت چې د ګرانۍ په حقله كوم اقدامات كوي په هغې ګوند په اعتماد كښې اخلي٬د كور كمېټۍ په غونډه كښې په صحت انصاف پروګرام٬احساس پروګرام او كامياب پاكستان پروګرامونو بريفنګ وركړے شو۔ ده ووئېل دا پروګرامونه به لا پراخا كولې شي دغسې چې عام وګړي ته رېليف ترلاسه شي۔وفاقي وزير ووئيل د ګرانۍ بنيادي وجه د كورونا نړيواله وبا ده٬پاكستان په هغه څو معيشتونو كښې شامل دے كوم چې د كورونا وبا په كاميابۍ سره مقابله كړې۔د كورونا په وجه چې نړۍ ته كوم زيان رسېدلے د هغې څخه بهر راوتللو كښې به وخت لګي۔ده ووئيل پاكستان د كمزوري معيشت باوجود د نړيوالو چېلنجونو په كاميابۍ سره مقابله كړې۔د نورو هېوادونو برعكس د پاكستان معيشت په تندۍ سره وده مومي۔ ده ووئېل 100 اربه روپۍ زرعي معيشت له وركړے شوي۔تعميراتي څانګه كښې 600 اربه روپۍ سرمايه كاري شوې۔كروندګرو له په ارزان بيعه سره وركړې كېږي۔وفاقي وزير ووئيل د ګرانۍ په وجه تنخاداره طبقه ستونزو سره مخ ده خو د زياتره طبقو آمدن زيات شوے ۔ده ووئيل كومې طبقې چې د ګرانۍ له امله ځپلې شوي هغوي له په آسانيو وركولو غور كوو۔وفاقي وزير ووئيل د كور كمېټۍ په غونډه كښې د ځايې حكومتونو د ټاكنو په چارو هم غور شوے ۔ده ووئيل د پي ټي آئي كور كمېټۍ په مختصر نوټس وزيراعظم عمران خان سپريم كورټ ته د وړاندې كېدو اقدام ستائېلے ۔ده ووئيل وزيراعظم د نيم ساعت په نوټس سپريم كورټ ته رسېدلے او د سپريم كورټ د هيلو له مخې يې ځواب وركړے۔وفاقي وزير ووئيل كور كمېټۍ په غونډه كښې د افغانستان په صورتحال هم غور وشو۔د اكانوميسټ رپورټ له مخې په افغانستان كښې دوه كروړه څلوېښت لكه كسان د لوږې ښكار دي۔د لوږې په وجه ماشومان هم مړه شوي٬د خوراك لپاره د ماشومانو خرڅولو وېډيو رامخې ته كېږي۔ ده ووئېل مونږ غواړو چې نړۍ او په خاص توګه اسلامي هېوادونه د افغانستان په صورتحال رامخې ته شي٬د انتخابي اصلاحاتو ذكر كولو سره د اطلاعات وزير ووئيل مونږ هڅې كوو چې د 2023 ټاكنو لپاره اصلاحات پارليمان ته منظورۍ لپاره راوړو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د اپوزېشن سره په رابطه كښې دے٬مونږ هڅې كوو چې په انتخابي اصلاحات اتفاق رائے راپېدا كړو
په انتخابي اصلاحات اتفاق غواړو٬بلاول د لاړكانه د كوڅو معلومات نه لري٬د پاكستان د سياست به هغه ته څه معلوم وي٬اپوزېشن د يو بل په سهارا د اودرېدو هڅه كوي٬د ګرانۍ بنيادي وجه په نړيواله كچه د ګرانۍ راتلل دي ۔چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت