اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير عبدالقادر پټيل وئېلي دي چې حكومت د روغتيا په څانګه كښې بهترۍ لپاره عملي اقدامات باوري كوي٬وګړي دې د لويې اختر رخصتۍ په مهال په غرونو كښې د سېلګرۍ په ځايونو د كورونا په حفاظتي تدابيرو په سختۍ سره عمل وكړي۔ د شورو په ورځ د اېن سي او سي لخوا جاري شوي بيان كښې ده ووئيل چې د كورونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره به د مربوط حكمت عملي له مخې اقدامات كولې شي٬ د كورونا وائرس څخه اولس ته تحفظ وركولو لپاره ټول اقدامات باوري كېږي۔ ده ووئيل چې د سېلګرۍ سفر په مهال وګړو له د كورونا په حفاظتي تدابيرو په سختۍ سره عمل كول دي۔ ده ووئيل چې د ماسك او هينډ سینیټائزر استعمال دې باوري كړی شي٬سماجي فاصله دې په ځاې وساتلې شي او دا خبره دې باوري كړی شي چې د سېلګرۍ لپاره تلونكې ټول كسان دې په بشپړه توګه ویکسینیټډ وي۔ ده ووئيل چې حكومت د روغتيا په څانګه كښې د بهترۍ لپاره عملي اقدامات باوري كوي كومو كسانو چې خپل ويكسي نېشن بشپړ كړې وي هغوي دې بوسټر ډوز هم لازمي ولګوي۔
حكومت د روغتيا په څانګه كښې بهترۍ لپاره عملي اقدامات باوري كوي٬ وګړي دې د لويې اختر رخصتۍ په مهال په غرونو كښې د سېلګرۍ په ځايونو د كورونا په حفاظتي تدابيرو په سختۍ سره عمل وكړې شي۔ عبدالقادر پټيل
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino