وزيراعظم شهباز شريف مېجر طفېل محمد شهيد ته پېرزوئنې وړاندې كړې


اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف مېجر طفيل محمد نشانِ حېدر ته ته د شهادت په 66مه تلين پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې مېجر طفېل محمد شهيد د فرض شناسي، همت او بهادرۍ او د وطن د حفاظت د لوظ پالنه كولو سره زلمي كول لپاره يو مثال قائم كړے دے ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې مېجر طفېل محمد شهيد نشانِ حيدر د جرأت او بهادرۍ عظيم مثال جوړولو سره د وطن حفاظت په خاطر شهيد شوې۔ مېجر طفېل محمد شهيد نشانِ حېدر د خپلو زخمونو پرواه كولو نه غېر مشن ترسره كولو سره د دښمن ناپاك عزائم خاورې كړي، وزيراعظم ووئيل زما پشمول ټول قام خپلو شهيدانو او د دوي په كورنيو فخر كوي٬ پاکستانې قام د پاكستان ځواكونو د ځوانانو او افسرانو د مورني هېواد حفاظت لپاره قربانۍ هېڅ كله هېرولې نه شي