اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي وراثتي سرټيفكيټس جاري كولو سره به اولس لپاره آسانۍ راپېدا شي٬ د حكومت اصل مقصد اولس لپاره آسانۍ پېدا كول دي٬هڅه كوو چې په ټاكنو كښې د اي ووټنګ د لارې سمندر پورې پاكستانيان خپل ووټ استعمال كړي ٬د اي وي اېم مشينز كارولو سره به سپيځلتيا راشي۔وزيراعظم عمران خان د شورو په ورځ په پنجاب كښې د وراثتي سرټيفيكټس جاري كولو دستورې ته خطاب كولو۔په دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬داخله وزير شېخ رشيد احمد٬د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم او د نادرا چيئرمېن طارق ملك هم ګډون كولو۔وزيراعظم ووئيل مونږ هڅه كوو چې په نظام كښې اي ګورننس راشي٬د ټېكنالوجۍ كارولو سره كوم هم كار په بيړه كېدې شي۔ده ووئيل حكومت د اولس د ټېكس په پيسو كار كوي٬ وراثتي سرټيفكېټ د نادرا د لارې جاري كول لوئې اقدام دے٬هغه اوس په آسانۍ سره ترلاسه كېدې شئ٬په خاص توګه بهرنو هېوادونو كښې به مېشته پاكستانيانو ته وراثتي سرټيفيكټ ترلاسه كولو كښې آساني ترلاسه وي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل په ټېكنالوجۍ كښې انقلاب راغلے٬زه غواړم چې مونږ جديد ټېكنالوجي وكاروو ځكه چې انفارمېشن ټېكنالوجي زمونږ لپاره آسانۍ راپېدا كړي۔ده ووئيل شوكت خانم هسپتال 20 كاله وړاندې خپل ان هاؤس سافټ ويئر جوړ كړے كوم څخه چې ټول روغتون پيپر ليس شوے ٬د دې تر ټولو لويه ګټه دا ده چې د كرپشن امكان ختم شوے٬د دې په نتيجه كښې دا ممكن نه وه چې جعلي رسيدونه جوړ شوي وو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ غواړو چې زمونږ په حكومت كښې اي ګورننس راشي٬دلته فائل بې دركه نشي او بيا ورته اور ولګي٬تر لينډ رېكارډ اور لګي٬د اي ګورننس سره به دا ټول سسټم د دې څخه وساتلے شي۔دستورې ته د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم هم خطاب وكړو۔دا خبره د ذكر وړ ده چې وراثتي سرټيفيكټس د نادرا د لارې جاري كول د حكومت لخوا د اولس لپاره يو لوئې اقدام دے چې په نتيجه كښې به يې قانوني ورثا د عدالتونو څخه د رجوع كولو نه بغېر د ناردا څخه په 15 ورځو كښې دننه وراثتي سرټيفيكټ ترلاسه كولې شي۔دا اقدام د وزيراعظم عمران خان د هغې ويژن برخه ده كوم چې وګړو ته د هغوي جائز حقونه د وخت ضائع كولو نه بغېر باوري كولې شي٬دې اقدام سره به په عدالتونو د مقدمو بوج كم شي او ورثا ته به خپل جائز قانوني حق زر او په آسانه ترلاسه شي٬دا نظام په خاص توګه بهرنو هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو لپاره د خاص افاديت وړ دے كومو له به چې وړومبے وراثتي سرټيفيكټ ترلاسه كولو لپاره پاكستان ته راتلل وو٬اوس هغه بهر هېوادونو كښې د بائيومېټرك تصديق كولو سره سرټيفيكټ ترلاسه كولې شي۔په اسلام آباد كښې د دې نظام كاميابۍ نه پس پنجاب٬سندھ او خېبرپښتونخوا هم دا قوانين اختيار كړي۔ پنجاب په دې لړ كښې ټول قانوني ضروريات تر سره كړي۔د وزيراعظم عمران خان لخوا په پنجاب كښې د وراثتي سرټيفكېټس جاري كولو په دستوره كښې ګډون كوونكو ته يوه مختصر وېډيو هم وښودلې شوه۔
د حكومت اصل مقصد اولس لپاره آسانۍ پېدا كول دي٬وراثتي سرټيفكېټ د نادرا د لارې جاري كول لوئې اقدام دے٬دې څخه به اولس لپاره آسانۍ راپېدا شي۔ د وزيراعظم عمران خان په پنجاب كښې د وراثتي سرټيفكيټس جاري كولو دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے