لیه ۔ 2 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي مونږ سياست عبادت ګڼو۔ تورونه لګونكي او دروغ ويونكي دلارښود جوړېدو حق نه لري۔ د مخالفینو ا??جنډا دروغ وئيل او دھوكه وركول دي۔ زما مقصد د پاكستان پرمختګ او سوكالي ده۔ سحر نه ترماښام او ماښام نه تر سحر به د اولس خذمت كوم۔ مخالفين به سياست څخه تېښته وكړي۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د لیه۔ تونسه پل د بنياد تيګه اې??ودلو په مهال يوې لويې اولسي غونډې ته خطاب كولو۔ وزیراعظم په دې مهال د اولس د جوش او ج??بې ستائنه كولو سره ووئيل كه د چا غلط فهمي وي نو هغه دې ليه ته راشي۔ د كال 2013ء په ټاكنو كښې هم د ليه اولس په لوئے اكثريت مسلم ليګ (ن) كامياب كړې او دا ننۍ جلسه هم د كال 2018 د كاميابۍ زېرې ر??كو??۔ وزیراعظم ووئيل نواز شريف چې كومه هم وعده كوي هغه پالي۔ خپل ملګري چرې هم نه هېروي۔ ده ووئيل د مخالفینو ا??جنډا دروغ وئيل او دھوكه وركول دي۔ زما مقصد د پاكستان پرمختګ او سوكالي ده۔ سحر نه تر ماښام او ماښام نه تر سحر به د اولس خذمت كوم۔ ده ووئيل مونږ د لوئے څښتن نه مرسته غواړو۔ ده ووئيل دا اولسي غونډه د زمرو اجتماع ده او ګېدړ ددوئي مقابله كولې نه شي۔ ده ووئيل زما اصل سرمايه اولس دے۔ وزیراعظم ووئيل دې پل جوړېدو سره به 180 كلوميټر مسافت كمېدو سره 24 كلوميټر ته راشي۔ ده ووئيل د برېښنا منصوبې هم پايې ته رسولې شي۔ نیلم جهلم او تربېلا فور څخه به راروان كال كښی پېداوار پېل شي۔ ده ووئيل مونږ برېښنا پېدا كولو سره سره د دې نرخ هم كموؤ۔ لوډشېډنګ به ټول عمري له ختم كړو۔ ده ووئيل ډېر زر به د بهادر شاه پاور پلانټ پرانسته وكړو۔ هېواد كښې ځا??ې په ځا??ې موټروے او سړكونه جوړولې شي۔ده ووئيل ما په سوشل ميډيا د مخالفينو د اسلام آباد جلسه وليدله او چې عكس مې غټ كړو نو خالي كرسۍ په نظر راغلې۔ بلخوا دا ننۍ جلسه د ليدلو ده۔ ده ووئيل زه ددې ځا??ې اولس سره مينه لرم او غواړم ټاكنو څخه وړاندې دلته راشم او په دې پل يو ځا??ې سفر وكړو۔ په دې مهال د پاكستان مسلم ليګ (ن) ضلعي صدر ملك محمد علي خان هم خطاب وكړو۔
مونږ سياست عبادت ګڼو۔ دروغ ويونكي د لارښود جوړېدو حق نه لري
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2