اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د وزیراعظم د پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان وئيلي دي د نیب بنیادي كار هېواد كښې دننه يا بهر غلا شوې روپۍ بيرته راګرځول دي،د دروغو په اېف آئي آر د سزا په قانون هم بحث روان دے، نیب قانون سره به په پاکستان كښې د عدالتونو كمے ختم شي، كله چې عدالتونه زيات وي نو پريكړي به هم په تندۍ سره كيږي، د پنډورا لیکس په اړه وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د چا نامې چې راغلې په ضد به ئې پلټني كولې شي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د نيب په اړه سپریم کورټ آف پاکستان نه تر اسلام آباد هائیکورټ پشمول څلورو واړو ھائیکورټس څخه بيلي پوښتني رامخې ته شوي خو د دغې پوښتنو چري هم چا حل کولو له هڅه نه ده كړې ، د پاکستان تحریك انصاف حکومت دوه ځل د دې ډول پوښتنو د حل كولو هڅه كړې ، وړومبے آرډیننس مونږ د قامی اسمبلۍ څخه په منظورولو سېنېټ ته لېږلے ؤ خو په سېنېټ كښې زمونږ اکثریت نه ؤ او هغه آرډیننس ختم شو،دې نه پس په دويم ځل اوس حکومت آرډیننس جاري كړے۔ده ووئيل نيب كښې وړومبۍ درجه دا وي چې كله كوم کمپلینټ راځي نو کمپلینټ ویریفکیشن لپاره په نوټس جارو کولو وګړي رابلي،دې نه پس پلټني كيږي كوم ته چې د آپ ګريډ كولو نه پس انویسټي ګېشن وئيلے كيږي۔ ده ووئېل دا درې څيزونه د نيب سره د وړاندې نه شته خو كه څوك كول نه غواړي نو بيا يواځي د تفتیش او ریفرنس په نه فائل كولو د اربونو روپو کیس كښې هم ضمانتونه كيږي۔ده ووئيل وړاندې به د دروغو په اېف آئي آر چا له سزا نه وركړې كيده،اوس د دروغو په اېف آئی آر د سزا په قانون هم بحث روان دے، څوك دې څومره هم اثر لرونكے ولي نه وي اېف آئي آر به درج كيږي۔
د نیب بنیادی کار هېواد كښې دننه يا بهر غلا شوې روپۍ بيرته راګرځول دي، د دروغو په اېف آئی آر د سزا په قانون هم بحث روان دے، ،د وزیراعظم د پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná