اسلام آباد۔9 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د وګړو د شكايتونو د ازالې كولو لويه پرېكړه كړې ده٬ وزیر اعظم د 2549 ادارو په جزوي توګه د حل شويو شكايتونو بيا رامخې ته كولو امر وكړو۔ د پرائم منسټر ډیلیوری یونټ (پی اېم ډی یو) لخوا د خالي په ورځ د جاري كړې شويو تفصيلاتو لمخې په دې لړ كښې به 83 زره741 شكايتونه يو وارې بيا پرانستلو سره مجاز افسرانو ته ضروري كارروائۍ لپاره سپارلې شي۔ په ياد كړې شويو ټولو شكايتونو كښې وګړو ته د جزوي ريليف وركولو پلو اشاره شوې وه۔ پی اېم ډی یو وئيلي دي چې د 773 وفاقی ادارو 43 زره 351 شکایتونه به پرانستلې شي او د صوبائي حكومتونو 2450 ادارو 40 زره 415 شکایتونه به يو وارې بيا مجاز افسرانو ته سپارلې شي۔ پی اېم ډی یو وئيلي دي په وفاقي كچه تر ټولو زيات 3181 شكايتونه به د آئيسكو پرانستلې شي۔ دغسې په صوبائي كچه به چې كوم شكايتونه بيا پرانستلې شي هغو كښې د پنجاب د هائی وے 1606، په خېبرپختونخواہ كښې د پی ډی اے 412 ، سندھ كښې د کے ډبلیو اېس پی874 او بلوچستان كښې د سېكنډري ايجوكېشن 130شکایتونه تر ټولو وړومبي دي۔ پی اېم ډی یو ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د هداياتو په رڼا كښې به د اولسي شكايتونو هر ممكن حل باوري كولې شي۔
وزیر اعظم د 2549 ادارو په جزوي توګه د حل شويو شكايتونو بيا رامخې ته كولو امر وكړو٬ پي اې ډي يو
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی