پیښور 15 اګست (اے پي پي) په صوبائب اسملۍ كښې د پاكستان تحريك انصاف كانديد مشتاق غني 81 رائے ترلاسه كولو سره د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر او مح??ود جان د 78 رائے ترر لاسه كولو سره دوهم سپيكر ټاكلې شوې دي ٬د متحده اپوزيشن لخوا د سپيكر كاندي?? لائق مح??د خان ٢٧ او د دوهم سپيكر كانديد جمشيد خان 30 رائے ترلاسه كړې دي ۔د سپيكر ټاكنې عمل د پريزائيډنګ افسر سردار اورنګزېب نلهوټه په مشرۍ كښې پېل شو ٬ په پېل كښې دواړو كانديدانو تجويز كونكې او تائيد كوونكو نامې وا??ستلې شوې دغسې د چترال پي كے ون څخه هدايت الرحمان وړومبنې ووټ كاسټ كړو٬د ټاكنو عمل په آخر كښې د اېم اېم اے اقليتي غړي رنجيت سنګه د رايو حق وكارولو او بيا د رايو شمېرې عمل پېل شو٬د شمېرې نه پس د پريزائيډنګ افسر اورنګزېب نلهوټه نو?? سپيكر مشتاق غني كامياب وګرځولو٬ هغه 81 او مقابل لائق مح??د 27 رائے ترلاسه كړې ٬ پريزائيډنګ افسر اورنګزېب نلهوټه د نو?? سپيكر څخه سوګند وا??ست۔د سوګند پورته كولو نه وروستو مشتاق غني ووئيل ايوان به په ګډه چلوو٬د جمهوريت ښكلا دا ده چې په دې كښې اختلاف رائے ته ځاې وركولې شي٬دا مهال د دوهم سپيكر د ټاكنې پړاؤ تر سره كول دي او دغسې د دوهم سپيكر لپاره پولنګ پیل شو ٬ د پولنګ په پاې كښې سپيكر مشتاق غني د نتيجو اعلان وكړو چې له مخې يې د پي ټي آئي كانديد مح??ود جان 78 رائے او د هغه په مقابل كښې كانديد جمشيد خان 30 رائے ترلاسه كړې۔په دوهم سپيكر ټاكلې كېدو سپيكر مشتاق غني د مح??ود جان څخه سوګند وا??ست۔د يادونې وړ ده د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ كښې د ټاكنو لپاره 108 كانديدانو د رايو حق كارولې چې پكښې كومه رائے مسترد كړی شوې نه ده٬آزاد كانديد مح??د ديدار او د پي پي نګهت اوركزئي د صوبائي اسمبلۍ سپيكر لپاره ووټ نه دې كاسټ كړی او د دوهم سپيكر شپ لپاره ټولې 109 رائے كاسټ شوي چې پكښې يو مسترد كړې شوې
د پي ټي آئي مشتاق غني 81 رائے ترلاسه كولو سره د صوبائې اسمبلۍ سپيكر او محمود جان 78 د رائے ترلاسه كولو سره دوهم سپيكر وټاكلې شول
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری