اسلام آباد۔8مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان سره د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ٬ ډيجيټل ميډيا فوكل پرسن ډاكټر ارسلان خالد او د ډيجيټل ميډيا ونګ جنرل مېنجر عمران غزالي د ګل په ورځ ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال سېنېټر شبلي فراز وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا د تجويز كړې ډیجیټل اېډورټائزنګ پالېسۍ په اړه خبر كړو۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ته وئيلې شول چې پاکستان كښې دا مهال 93 ملین انټرنېټ صارفين موجود دي او دا شمېره پرله پسې زياتېږي۔ دغسې د رجحان تر مخه د ډیجیټل اېډورټائزنګ پالیسۍ مرتب كولو وړاندېز هم وركړے شوے۔ د منظورۍ نه پس به دا د پاكستان حكومت د تاريخ اولنۍ پالېسي وي۔ د دې په بنياد به د اطلاعات او خپرونو وزارت د لارې حكومت د ډیجیټل او سوشل می??یا په پلېټ فارمز تشهير كولې شي۔ د پاكستان ډيجيټل ميډيا صنعت ت??دۍ سره خپرېږي۔ د ډیجیټل می??یا توثیق سره به کارپورېټ سېکټر هم ډيجيټل ميډيا د اشتهاري مهم په توګه كارولو ته خپل پام وګرځوي۔ د ډیجیټل می??یا ډوېلپمنټ پروګرام نه خبرولو په اړه ډاكټر ارسلان خالد ووئيل د دې ګڼ اړخيزه پروګرام په نتيجه كښې به د پاکستان ډیجیټل می??یا پرمختګ او ښكته كچې ته د ډیجیټل لوستې رسول ممكن شي۔ وزیراعظم خبر كړے شو چې PMDP به د زده كوؤنكو ٬ د پاكستان حكومت او ډيجيټل ميډيا ترمينځه فاصلې كمې كړي او د ډیجیټل می??یا محفوظ سباؤن به باوري كړي۔
وزيراعظم عمران خان سره د وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ٬ د ډيجيټل ميډيا فوكل پرسن ډاكټر ارسلان خالد او د جنرل مېنجر عمران غزالي ملاقات
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز