اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د تحريك انصاف د سندھ صدر او د بحري چارو وفاقي وزير سيد علي حېدر زېدي وئيلي دي چې عمران خان د پاكستان نه بلكې د ټول اسلامي امت ليډر دے، د پنجاب او سندھ وسيلې لوټ كولو سره په بهرنيو هېوادونو كښې جائيدادونه جوړونكي نن يو ځائ كېږي، د دوي ټولو علاج عمران خان دے. د اتوار په ورځ په پرېډ ګراٶنډ كښې د امر بالمعروف غونډې ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير علي زېدي ووئيل چې دې خلقو په داسې وخت كښې عدم اعتماد راوړے كله چې پاكستان د فيټف نه وځي، د پاكستان محصولات زيات شوي، عمران خان نهه بندونه جوړوي، د اسلاموفوبيا په ضد قرارداد منظور شوے او كشميريانو خپل ترجمان ترلاسه كړے. ده ووئيل چې دا غله به تاسو ته صحت كارډ درنه كړي. ده ووئيل چې عمران خان امريكې ته د ډومور انكار ځكه كړے چې هغه بهادر ليډر دے ، نه يرېدونكې هغه څوك وي كوم چې غل نه وي.
عمران خان د پاكستان نه بلكې د ټول اسلامي امت ليډر دے. سيد علي حېدر زېدي
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا