اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د وزيراعظم د پارلماني چارو سلاكار بابر اعوان د ګل په ورځ د پارلمان په ودانې كښې ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال په قانون سازې، د قومي اسمبلۍ په اېجنډا او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې. د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د ملاقات په مهال پرېكړه وكړې شوه چې په فنانس ترميمي بل به اپوزيشن ته د څرګندونو بشپړه موقع وركولې شي او په قائمه كمېټو كښې د ځنډ بلونو زر منظورې لپاره به په ترجيحي بنيادونو اقدامات كولې شي. د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې قومي اسمبلي به د اولس ستونزو حل او د دوي خېر ښېګړې لپاره خپل آئيني كردار په بشپړه توګه ترسره كوي او په آئين كښې ټاكل شوې 130 ورځې به پوره كولې شي. ده ووئيل چې قومي اسمبلۍ به د اولس د هيلو له مخې خپل كردار ترسره كړي
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania