ابوظهبی۔13جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د متحده عرب امارات دوره به دوه اړخيزه ملګرتيا په ستراتيجيكي همكارۍ بدلولو كښې مرسته وكړي۔ د جمعې په ورځ د پاكستان بزنس كونسل متحده عرب امارات له پلاوي سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل هغه ته په دې خوشحالي شوې ده چې پاكستاني تاجران په خواري كولو او تجربه كارولو سره په متحده عرب امارات كښی خپل او د پاكستان نامه روښانه كوي۔ وزيراعظم ووئيل د اماراتو له مشرتابه سره ملاقاتونه كامياب پاتې شؤ او دا دوره به د دوه اړخيزه ملګرتيا په ستراتيجيكي همكارۍ بدلولو كښې مرسته وكړي۔ ده ووئيل چې نړيوالې ورورولۍ په جنېوا کنفرنس کښې له توقع څخه زياته مالي مرسته وكړه۔ وزيراعظم د پاكستاني بزنس كونسل متحده امارات پلاوي ته په پاكستان كښې د كاروبار او سرمايه كارۍ كولو ترغيب وركولو سره ووئيل په پاکستان كښې د انرژی، ریل اسټیټ، انفارمېشن ټېکنالوژۍ، متبادل انرژی، فوډ پروسېسنګ، سېلګرۍ نور نورو برخو كښې د سرمايه كارۍ پراخه فرصتونه شتون لري او حکومت سرمايه كارو او سوداګرو ته د ټولو اسانتیاوو د برابرولو لپاره ټول ضروري ګامونه پورته کوي۔ وزيراعظم سرمايه كارۍ سره اړوندو وړاندېزونو سره پلاوي ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔ پلاوي د حكومت په معاشي پالېسيو د باور څرګندونه كولو سره پاكستان كښې كاروبار او سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ په ملاقات كښې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ٬ د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر ٬ د دفاع وفاقي وزیر خواجه آصف او حکومتي چارواکي هم موجود وو۔
د يو اے اي دوره به دوه اړخيزه ملګرتيا په ستراتيجيكي همكارۍ بدلولو كښې مرسته وكړي٬ د وزيراعظم شهباز سره د پاكستان بزنس كونسل متحده عرب امارات پلاوي سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا