نیویارک۔22مئی(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د كشمير مسئله زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده۔ دا خبره هغه تېره ورځ نيويارك كښې د ورلډ كشمير آګاهي فورم عمومي سېكرټري ډاكټر غلام نبي فائي په مشرۍ كښې د كشميري لارښودو يو پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔شاه محمود قرېشي ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به په دې خبره پوهېدل وي چې تر كومې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې حل كړې شوې نه وي په سوئيلي آسيا كښې د امن خوب ريښتيا كېدې نه شي۔ مونږ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په ضد په روانو خلاف ورزو ژوره اندېښنه لرؤ۔ هند ډومیسائل قانون كښې د بدلون د لارې مقبوضه جموں وكشمير كښې آبادياتي تناسب بدلول غواړي۔ هغه ووئيل د تش لاسې كشميري اولس اخلاقي ٬سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتلو عزم لرؤ۔ د كشميري لارښودو پلاوي د كشمير مسئلې په نړيواله كچه په غوره ډول پورته كولو او د غوره پالېسۍ په خپلولو خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ته مباركي وركړه
د كشمير مسئله زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر