اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د قامي روغتيا په اړه خاص مرستيال ډاکټر فيصل سلطان وئيلي دي مونږ ريسرچ كوو چې د ايډز درملنې لپاره دراوګان جوړ كړو ،دا يو ښه خبر دے خو د دې باوجود د شميرې له مخې د ايډز رنځوران مخ په زياتېدو دي?? د ??يډز نړيوالې ورځ په اړه دستورې ته وينا كښې ده ووئيل نړۍ دا غواړې چې تر 2030 دا رنځ ختم كړے شي خو دې ??پاره زياتو كوټلو اقداماتو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د دې رنځ ختمولو لپاره به ټولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ده ووئيل زه د ټولو شراکت دارو مننه كوم چا چې د ايډز ختمولو كښې خپل كردار ترسره كړے۔ ده ووئيل دې سره سره د پاكستان حکومت هم دا ذمه واري ده چې راروانو كلونو كښې يوه داسې پاليسي جوړه كړي كومه چې د رنځ د تشخيص نه تر درملنې ټول اقدامات باوري كړي۔ده ووئيل دې ??پاره فنډز ته اړتيا ده۔ده ووئيل ګلوبل فنډز دې ??پاره زيات فنډز وركړے خو د پاكستان حكومت به هم دې ??پاره فنډز بېلوي ،د دې ??قصد دا دے چې كوم وګړي د دې رنځ له امله ځپلې شوي د هغوې تشخيص وشي او تشخيص ن?? پس ئې درملنه وكړې شي۔
مونږ ريسرچ كوو چې د ايډز درملنې لپاره داروګان جوړ كړو، د وزيراعظم قامي روغتيا لپاره خاص مرستيال ډاکټر فيصل سلطان د ايډز نړيوالې ورځ په اړه دستورې ته وينا
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha