ميرپور 21مارچ(اے پی پی)د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي كشمير د پاكستان شه رګ دے٬د كشمير د آزادۍ نه بغېر پاكستان نامكمل دے ٬پاكستان او كشمير جغرافيائي او د وينې په خپلولۍ داسې تړلې دي چې دوي څوك جدا كولې نه شي٬”زه كشمير سره ډېرې پخوانې اړيكې لرم د دې په سبب چې كله هم اقتدار كښې راغلې يوو نو د كشمير چارو وزارت راكړے شوے كوم چې زما لپاره اعزاز دے ٬ده ووئېل د كشمير مقدمه د تېرو 75 كلونو څخه زيرالتوا ده او د كومې حل لپاره چې د مقبوضه رياست جمو كشمير خلقو د خیلې هلې ځلې روانې ساتلي او د قربانو لازواله داستان ئې رقم كړے چې مثال يې په نړۍ كښې نه ترلاسه كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډسټركټ بار اېسوسي اېشن د هر كلي دستورې د خاص مېلمه په توګه په خپله وېنا كښې كړی۔دستورې ته د بار صدر كامران طارق اېډووكېټ هم وېنا وكړه۔قمرزمان كائره ووئيل هند په مقبوضه جمو كشمير كښې لس لكه پوځيان راوستي او انسانيت سوز قوانين ئې نافذ كړي ٬بې ګناه كشميريان شهيدان كړے شوي ۔ده ووئيل د كشمير مقدمه د پاكستان هر حكومت لپاره د بنيادي اهميت وړ ده۔د پاكستان حكومت سره يو آپشن او حل دے جې د كشمير مسئله د كشمير د اولس د خواهشاتو له مخې حل پكار ده ۔ ده ووئېل دا مقدمه آسانه نه ده ٬ مونږ د مسئلې د پرامن حل او حبرو اترو د لارې حل كولو مرستياله يو۔ ده ووئېل دا زمونږ وړومبۍ مسئله ده ځكه كشمير مونږ خپل شه رګ ګڼو۔ده ووئيل كشميريان زمونږ نه زيات پاكستانيان دي٬دوي د وړومبۍ ورځې څخه د پاكستان دفاع كوي او د پاكستان لپاره قربانۍ وركوي۔
كشمير د پاكستان شه رګ دے٬د كشمير د آزادۍ نه بغېر پاكستان نامكمل دے ۔د وزيراعظم صلاحكار قمرزمان كائره
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II