اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د لاهور په چاودنه كښې ككړ مهم تورن د قانون په منګولو كښې دے ٬د كلهبوشن نه پس دا دوهم لوئې ثبوت دے٬په بلوچستان كښې د هند د ترهه ګرۍ نېټ ورك په كاميابۍ سره مات كړے شوے ٬د بلوچستان هغه مرورو لارښودو سره به خبره كېږي د كومو چې هند سره رابطه نه وي٬ په لسو كلونو كښې په وړومبي ځل كرنټ اكاؤنټ خساره په سرپلس بدله شوې ۔ټېكسټائل سېكټر د خپل بشپړ استعداد له مخې كار كوي٬د غېر ملكي زرمبادله ذخيره مستحكم ده٬بېنك نجي څانګې ته رېكارډ قرض وركوي٬د ټېكس محصولات 4.7 كهرب روپو رېكارډ كچې ته رسېدلي ٬ډېر زر به اولس ته د وړو ګاډو په بيعه كښې د ځانګړي كمي زېرے وركړے شي٬د جولائي تر 15مې نېټې به د اليكټرانك ووټنګ نظام جوړ كړے شي٬د پيپلز پارټۍ په آزاد كشمير كښې په مجموعي توګه د 7 نه تر 8 كانديدان ټاكنو كښې برخه اخلي٬په ټاكنو كښې د سپيځلتيا لپاره اپوزېشن ته په اصلاحاتي ايجنډا څو ځله د خبرو بلنه وركړې شوې٬د سكردو او ګلګت هوائي مېدان پراخا كولو مقصد د كال 12 مياشتې به پرانستې وي٬په هوائي مېدان د خذمات ترسره كولو معامله د سول ايوي اېشن څخه جلا كړې شوې٬كابينې د سركاري ملازمتونو لپاره د سپيځلې ټېسټنګ نظام وضع كولو لپاره څلور كسيزه كمېټي جوړه كړې ٬كابينې د پخوانۍ فاټا په اے لسټ كښې شاملو ټولو ضلعو كښې د تهري جي او فور جي آسانۍ وركولو سپارښتنه كړې٬د نړيوالې مجلې اكانومسټ پاكستان د كورونا مقابله كونكے بهترين هېواد ګرځولے۔ده د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كابينې غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ وركولو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د وفاقي كابينې په غونډه كښې د جوهر ټاؤن لاهور پېښې تحقيقات په اړه د پنجاب سي ټي ډي كاركردګي ستائېلې شوې او ټولو افسرانو٬انټيلي جنس ادارو٬د پنجاب پوليس او د سي ټي ډي افسرانو ته مباركي وركړې شوې ۔ده ووئيل د دې پېښې ځينې تفصيلات به راتلونكو څو اوونيو كښې رامخې ته شي۔ده ووئيل د كلبهوشن ياديو نه پس دا د هند دوهم لويې نېټ ورك ؤ ٬په بلوچستان كښې د هند د ترهه ګرۍ نېټ ورك په كاميابۍ سره مات كړے شوے ٬كوم كسان چې په دې كښې ككړ وو تر ډېره حده نيولې شوي ٬د دې په نتيجه كښې به په پاكستان كښې دننه د امن او امان صورتحال ښه شي۔ ده ووئېل وزيراعظم د خپلې ګوادر دورې په مهال د بلوچستان مروور بلوڅو لارښودو سره د خبرو اترو اشاره كړې وه٬هغه مرورو لارښودو سره به خبرې كولې شي د چا چې هند سره هېڅ رابطه نه وي٬په دې اړه د خبرو اترو لپاره باقاعده كار پېل شوے ٬ان شاالله بلوچستان به ډېر زر د امن ځاے جوړ شي۔ده ووئيل د سي پېك په ثمرات كښې بلوچستان ته ډېر اهميت ترلاسه دے٬د وزيراعظم د ګوادر دوره د دې خبرې شهادت وركوي چې مونږ سي پیك ته څومره اهميت وركوو۔ده ووئيل د كابينې په غونډه كښې د اليكټرانك ووټنګ په مشينونو بريفنګ وركړے شوے۔د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير شبلي فراز كابينه د اليكټرانك ووټنګ مشينونو په تيارۍ تراوسه د شوي پشېرفت څخه خبر كړې ۔كابينې ته ووئيل شول د جولائي تر 15مې نېټې به د اليكټرانك ووټنګ مشين په بشپړه توګه جوړ كړے شي۔دغسې د پارليماني چارو صلاحكار كابينه د اليكټرانك ووټنګ او سمندر پورې غاړه پاكستانيانو ته د ووټنګ حق وركولو په اړه د پېشرفت څخه خبر كړی۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل وفاقي كابينې ته په تېرو غونډو كښې په شوو پريكړو د عملدرآمد رپورټ هم وړاندې كړے شو۔غونډې ته ووئيل شول تراوسه د كابينې 141 غونډې شوي چې پكښې 3776 پريكړې شوي٬په دې كښې په 3444(91 فيصد)عملدرآمد شوے ۔په 66 عملدرآمد روان دے٬په 123 په عملدرآمد كښې تاخير شوے او 142 پريكړې د مفاهمت يادښتونو او لوظ نامو په اړه دي۔ده ووئيل د بېلو وزارتونو په اړه زيرالتوا پريكړو په حقله په معاملات هم په تفصيلي توګه غور شوے۔ده ووئيل دا مهال د پاكستان شمالي سيمو ته په لويه شمېره سېلګري روان دي٬د ګلګت په پروازونو كښې خلقو ته زياتې مسئلې رامخې ته كېږي ځكه چې دا هوائي مېدان د ټولو موسمونو لپاره كارآمد نه دے۔ده ووئيل مونږ سكردو انټرنېشنل هوائي مېدان جوړوو۔زمونږ خواهش دے چې د سكردو او ګلګت بلتستان هوائي مېدان د ټولو موسمونو لپاره كارآمد جوړ كړے شي۔ ده ووئېل وزيراعظم سول ايوي اېشن ته سپارښتنه كړې چې يوه داسې منصوبه جوړه كړئ چې د لارې يې د سېلګرو په اړه دا هوائي مېدانونه د ټولو موسمونو لپاره كارآمد كړے شي۔ دغسې وزيراعظم د هوابازۍ ډويژن ته سپارښتنه كړې چې د معذوره كسانو لپاره الوتكو ته د ختلو او كوزېدو په بابله خاص انتظامات باوري كړئ۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل په سركاري ملازمتونو كښې د بهرتۍ لپاره سپيځلے او د اعتماد وړ ټېسټنګ نظام رامخې ته كولو په اړه وزيراعظم هم سپارښتنه كړې چې په دې اړه نظام ډېر زر وضع كړئ ۔ده ووئيل چې كله مونږ په ملازمتونو كښې د ټېسټنګ سروسز پیل كړو نو په دې كښې ډېر ټېسټنګ سروسز د معيار له مخې نه وو۔د دې په سوب ګيلې راتللې چې ټېسټنګ سروسز سم نه دے۔كابينې د سركاري ملازمتونو لپاره د سپيځلې ټېسټنګ نظام وضع كولو لپاره څلور كسيزه كمېټي جوړه كړې۔ده ووئيل ټېسټنګ سروسز كښې ټېكنالوجي راوستل د اهميت وړ ده ٬د يو داسې نظام وضع كولو ضرورت دے چې پكښې سپيځلتيا وي۔ده ووئيل كابينې د سي ډي اے چيئرمېن ته سپارښتنه كړې چې په راتلونكې غونډه كښې د ګرين ايرياز تحفظ او وفاقي پايه تخت كښې د تجاوزات خاتمې په اړه بريفنګ وركړي۔چوهدري فواد حسېن ووئيل د وفاقي وزيرانو او وزيرمملكت او نورو شخصياتو پروټوكول او سېكورټي په اړه د معاملات جائزه اخستو سره وزيراعظم هدايت كړے چې په دې اړه د نظام بيا د سره جائزه واخلئ ۔وزيراعظم وئېلي دي د پروټوكول او سېكورټي په اړه د سادګۍ ابتدا هغه د خپل ځان څخه كړې۔ده ووئيل وزيراعظم سپارښتنه كړې چې د ټولو وزيرانو د سېكورټي د ضروريات بيا د سره جائزه واخلئاو د هغوي ضروريات تر مخه ورله سېكورټي وركړئ او هم په دې تناظر كښې د موبائل سكواډ ځان سره د كولو اجازه وركړې شي۔ده ووئيل وزيراعظم دا سپارښتنه هم كړې چې په ګاډي د بېرغ لګولو د نظام دې هم بيا د سره جاج واخستلے شي او د كابينې په راتلونكې غونډه كښې دې په دې اړه تفيصلي پالېسي وړاندې كړی شي۔وفاي وزير فواد چوهدري ووئيل كابينې د پاكستان سول ايوي اېشن اتهارټي آرډيننس 2021 او د پاكستان ايئرپورټس اتهارټي آرډيننس 2021 هم منظوري وركړه۔د دې قوانين مقصد د سول ايوي اېشن ريګوليټري ذمه وارۍ او په هوائي مېدانونو د سروسز وركولو څانګې جلا كول دي دغسې چې د دې دواړو څانګو بهتري باوري كړې شي۔د دې په نتيجه كښې به د ايئر پورټس په نظام كښې ډېر ښه والے راشي۔وفاقي وزير د پخوانۍ قبائېلي سيمو(انضمام شوو سيمو)كښې تهري او فور جي انټرنېټ آسانيو په اړه ووئيل په دې سيمو كښې د انټرنېټ جديد آسانۍ باوري كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔كابينې ته ووئيل شول د سېكورټي وجوهات په سوب په دې سيمه كښې د انټرنېټ جديد آسانۍ وركولو كښې ستونزې رامخې ته شوي خو په باجوړ او سوئېلي وزيرستان كښې تهري او فور جي آسانۍ مارچ 2019 او جنورۍ 2021 كښې بحال كړې شوي ٬د نورو سيمو لپاره هم د پي ټي اے يو شيډول مقرر كړے شوے۔په دې اړه په اسلام آباد هائي كورټ كښې د دائر پېټشن په ځواب كښې عدالت ته هم دا شيډول وړاندې كړے شوے۔كابينې په دې امر زور راوړے چې په پخوانو قبائېلي سيمو كښې تهري او فور جي وركولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات پورته كړې شي او د كوم هم امنيتي صورتحال په اړه به په سمدستي توګه اګاهي وركولې شي۔ده ووئيل په دې سيمو كښې تهري او فور جي آسانۍ وركول د دې سيمو د خلقو بنيادي حق دے۔كابينې د پيمرا كونسل آف كمپلينټس بلوجستان غړو د تعيناتۍ هم منظوري وركړې۔ دغسې كابينې د محترمه سحر زرين بنديال د پيمرا كونسل آف كمپلينټس لاهور كښې د تعيناتۍ منظوري وركړ او د ٬سي اي او پاكستان جيم اينډ جيولري ډوېلپمنټ كمپنۍ د تعيناتۍ ايجنډا ځنډولې شوې ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير وووئيل كابينې د كورونا ويكسين convidecia كوم چې د Cansino Biologics Inc China جوړ ويكسين دي٬ د ريټيل پرائس 12168 د (درېو خوراكونو)مقرر كولو منظوري وركړې۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د منصوبه بندۍ وزير كابينې ته د كورونا وبا صورتحال په خاص توګه د انډين ويرينټ خپرونې په اړه بريفنګ وركړے۔كابينې په دې امر زور راوړے چې په اېس او پيز دې عملدرآمد باوري كړے شي۔وفاقي وزير ووئيل د ایمپلائز اولډ ایج بینیفټس انسټیټیوشن چيئرمېن تعيناتۍ په اړه كابينې هدايت كړے چې په دې اړه دې يو ځل بيا عمل شورو كړے شي۔ده ووئيل د پاكستان بيورو آف شماريات تازه ترين انډيكس كښې دا خبره خوشبينه ده چې په پاكستان كښې په بيعو كښې استحكام راغلے ٬بيعې كمېږي٬پرائس انډيكس مستحكمېدل پېل شوي۔ده ووئيل كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 24 جون 2021 په غونډه كښې د شوو پريكړو توثيق هم كړے۔ دغسې كابينې ته د معاشي اعشارو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔ده ووئيل موجوده حكومت ته د هېواد د تاريخ تر ټولو لويه كرنټ اكاؤنټ خساره(20 اربه ډالره) په ميراث كښې باتي وه خو د دريو كلونو هڅو په نتيجه كښې اوس دا شمېره مثبت شوې٬نن د كرنټ اكاؤنټ خساره صفر ده۔دا مهال زمونږ د غېر ملكي زرمبادله ذخيره هم مستحكمه ده٬د اسټېټ بېنك د زرمبادله په ذخيره كښې د تېر كال په مقابله كښې 5.7 اربه ډالره اضافه شوې۔ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل 116 اربه روپو څخه زياته قرضه پرائيوېټ سېكټر ته وركړې شوې۔دا د پاكستان لپاره د ګيم چينجر علامت ده٬نجي څانګې د دې څخه استفاده كوي٬ 4.7 ټريلين ټېكس وصولي شوې كومه چې د پاكستان په تاريخ كښې تر ټولو زياته ده ٬راتلونكي كال زمونږ اهداف د دې څخه زيات دي ٬هغه به هم سر كړو ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل افغانستان سره زمونږ 2700 كلوميټر پوله ده٬ په 90 فيصده پوله ازغن تار لګولے شوے ٬د دې دننه دروازې جوړې كړې شوي٬هڅه ده چې هلته پاسپورټ او كسټم نظام راوستلے شي۔ده وئيل په دې سيمه كښې بېلا بېلې ستونزې رامخې ته شوي٬هلته د خلقو عزيزان دي٬د خلقو كورونه دي٬يو كورنۍ په پاكستان او بله كورنۍ په افغانستان كښې ده ٬ دا منيج كول يو چېلنج دے۔زمونږ هڅه ده چې د افغانستان دننه د امن او امان معاملات سر ته ورسي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د لاهور چاودنې په اړه مونږ په يو ډوزيئر كار كوو چې څنګه پلټنې بشپړې كړې شي دا ډوزيئر به نړيوالو ادارو ته لېږلې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل نېشنل سېكورټي جوړول د حكومت كار دے٬مونږ په دې پالېسۍ كار كوو٬د دې اقدامات تر نظره كېږي هم ۔
د لاهور په چاودنه كښې ككړ مهم تورن د قانون په منګولو كښې دے٬د كلهبوشن نه پس دا دوهم لوئې ثبوت دے٬په لسو كلونو كښې په وړومبي ځل كرنټ اكاؤنټ خساره سرپلس ده۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د كابينې غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ