تاشقند15 جولائي (اے پي پي)پاكستان او ازبكستان د تجارت معيشت٬زراعت او كلتور پشمول په بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته د اتفاق كولو او د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له د عزم څرګندونه كړې۔وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په پاكستان كښې د تجارت او سرمايه كارۍ پراخا موقعې شته او د ازبكستان سره قوي تجارتي شراكتداري قائمول غواړو۔پاكستان د ازبكستان د لارې تر مينځنۍ آسيا او ازبكستان د پاكستان د لارې ترمينځني ختيز او افريقې پورې تجارتي رسنه ترلاسه كولې شي۔پاكستان او ازبكستان به په مغل باچا ظهير الدين بابر شريك فلم جوړوي۔د ازبكستان مشرتابه سره د افغانستان په وضعه تفصيلي خبرې شوي۔افغانستان د كورني جنګ څخه ساتلو او د مسئلې امن ناكه سياسي حل لپاره په زړه پورې سفارتي هڅې كوو ۔په وړومبي پړاؤ كښې به د پاكستان او افغانستان خارجه وزيران ملاقات كوي او بيا به د مشرتابه په كچ خبرې كېږي۔د ازبكستان صدر وئېلي دي د پاكستان سره سياسي اقتصادي او تجارتي اړيكې زياتول غواړو۔د مرستې ودې لپاره به سفارتي تګلاره جوړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ازبكستان صدر شوكت مرزايوف سره شريك خبري كنفرنس ته وكړه۔وزيراعظم ووئيل په ازبكستان كښې په تود هركلي او مېلمستياﺀ كولو د ازبك قيادت مننه كوو٬دا د ازبكستان زما وړومبۍ دوره ده خو آخري بيخي نه ده۔د ازبك مشرتابه سره د دوارو هېوادونو ترمينځه تجارت٬كلتور او په سياسي څانګو خبرې شوي ۔د سمر قند او بخارا د تاريخ نه زما پشمول هر پاكستانے ښه خبر دے٬ده ووئيل ازبك قيادت د نوي ازبكستان او پاكستان كښې مونږ د نوي پاكستان لپاره هڅې كوو۔ازبكستان او پاكستان په معاشي پرمختګ لپاره يو ډول سفر كوي۔پاكستان او ازبكستان له په ګډه خپل اولس د غربت نه خلاصول دي۔ده ووئيل د مدينې رياست بنياد په اولسي خېرښېګړه او په يو ډول انصاف اېښودلې شوے ٬ دغسې د مدينې په رياست كښې ټولو وګړو ته آسانۍ ترلاسه وې٬چين د دغه تګلارې په خپلولو خپل اولس د غربت نه خلاص كړے ۔وزيراعظم ووئيل د 130 پاكستانو سوداګرو يو لوي پلاوې زما سره تاشقند ته راغلے چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې نوې لارې پرانستلې شي دغسې نور كاروباري شخصيات هم ازبكستان ته راتلل غواړي۔دا زمونږ د قوي اړيكو پېل دے چې ورسره به دواړو هېوادونو ته ګټه ورسي۔ده ووئيل پاكستان كښې د سرمايه كارۍ او تجارت پراخا موقعې شته٬مونږ د جيو سټراټېجك نه جيو اكنامك پلو روان يو او ازبكستان سره قوي تجارتي همكاري جوړول غواړو ځكه چې ازبكستان د مينځنۍ آسيا يو لويې هېواد دے۔ده ووئيل د ازبكستان د جديدو زرعي آلاتو او د روغتيا څانګې د تجربو څخه استفاده غواړو۔پاكستان د كركيلې پرمختګ له اقدامات كوي٬په خاص توګه د پومبې پېداوار زياتولو لپاره د ازبكستان د تجربې څخه ګټه پورته كولې شو۔ده ووئيل پاكستان د 22 كروړه اولس هېواد دے كوم چې په منطقه كښې خپل جغرافيائي اهميت لري٬ازبكستان د پاكستان د لارې تر مينځني ختيز رسنه ترلاسه كولې شي۔د ازبكستان سره هوائي او زمكيزو روابطو ته وده وركول غواړو۔ده ووئيل تر ازبكستان او مينځنۍ آسيا د تجارتي سامان وړولو راوړولو لپاره پاكستان د مزار شريف رېلوے لائن منصوبه كښې ډېره خوښي لري او مونږ دا منصوبه زر تر زره مخ په وړاندې بوتللو له به هڅې كوو۔وزيراعظم ووئيل د ازبك قيادت سره د افغانستان په سياسي صورتحال هم خبرې شوي٬افغان اولس د څلوېښتو كلونو نه د مسائلو سره مخ دے٬د افغانستان د مسئلې سياسي حل غواړو او مونږ دا عزم كړے چې پاكستان ازبكستان٬تاجكستان٬ايران او تركيه به افغانستان كښې امن عمل له د آسانۍ وركوونكو كردار ترسره كوي۔ ده ووئېل د افغانستان اولس زمونږ وروڼه دي او د ګاونډي په حېث د هغوي مرسته كول غواړو۔ده ووئيل افغانستان د كورني جنګ نه ساتلو له په زړه پورې هلې ځلې كوو۔ وزيراعظم ووئېل د ازبك قيادت سره د كلتور په اړه په مرسته هم خبرې شوي او مونږ دا پريكړه كړې چې په مغل باچا ظهر الدين بابر به شريك فلم جوړولې شي۔زمونږ نوي نسل ته زمونږ د كلتور او تاريخي روابطو علم پكار دے۔مونږ له په څپلو صوفيانو او په علامه اقبال هم فلمونه جوړول پكار دي ٬ دې سره به د دواړو هېوادونو قوي كلتوري روابط وده ومومي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان به ازبكستان كشې د كركټ ودې له مرسته كوي۔په دې مهال د ازبك صدر مرزايوف ووئيل پاكستان د سوئېلي آسيا مهم هېواد دے د كوم سره چې تجارتي اقتصادي٬سياسي اړيكې زياتوو۔د وزيراعظم او د ده د پلاوي د ازبكستان ته د راتګ هركلے كوو۔د پاكستان سره مذهبي٬كلتوري٬ او په تاريخي بنيادونو پخوانۍ د ورورولۍ اړيكې لرو۔پاكستان سره به سفارتي تګلاره جوړوو٬ده ووئيل دوه كاله وړاندې ازبكستان خپل كركټ لوبډله رجسټرډ كړې وه ٬ مونږ به په دې خوشحاله شو چې پاكستان د كركټ ودې له زمونږ مرسته وكړي
د پاكستان او ازبكستان د تجارت٬معيشت زراعت او كلتور پشمول په بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتولو صلاح يوه شوه٬د ازبكستان سره قوي تجارتي همكاري قائمول غواړو۔د وزيراعظم عمران خان شريك خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی