اسلام آباد21ستمبر (اے پي پي) ۔صدر ډاكټر عارف علوي هېواد كښې د سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره كاروبار كوونكو ځوانانو ته مناسبه تربيه٬سرمايه كارو سره د روابطو او د ضروري لارښونې په معاونت او د سازګار ماحول وركولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي د كاروبار كوونكو ځوانانو د پاكستان په خوشحالۍ كښې كردار زياتولو لپاره سمې پالېسۍ جوړې كړی شوي ٬حكومت د كامياب جو??ن پروګرام ترمخه ځوانانو له په آسانو شرطونو د كاروبار لپاره پور وركوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه په اسلام آباد كښې د نېشنل انكيوبېشن سنټر سنټر پاكستان(اېن آئ?? سي)په اړه د بريفنګ اغستو په مهال وكړه۔د آئ?? ټي او ټېلي كام سيكرټري محمد سهيل راجپوت٬د اګنيټ سي اي ??و عاصم شهريار٬چيف ډيجيټل آفيسر جاز عامر اعجاز٬پروجېكټ ډائرېكټر اېن آئ?? سي اسلام آباد پروېز عباسي٬د اېن آئ?? ټي بي استازو او نورو اعلٰی چارواكو په غونډه كښې ګډون كولو۔غونډې ته په خپل خطاب كښې صدر ووئيل پاكستان د لوي شمېر لرونكو ځوانانو څخه ګټه پورته كولو ته اړتيا لري٬ پكار ده چې دوي د آئ?? ټي جديد مهارتونو څخه خبر كړے شي او په هېواد كښې كاروبار دوست ماحول راجوړ كړے شي۔ده ځوانانو ته د آئ?? ټي په څانګه په خاص توګه سائبر سېكورټي او سائبر ډيفنس په اړه د تربيې وركولو اهميت رامخې ته كړو۔ده د ژوند په ټولو څانګو كښې پرمختګ او د صنعتي انقلاب تقاضو ترسره كولو لپاره سمارټ او د ډېټا ترمخه د پريكړې كولو په ضرورت هم زور راوړو۔د دې نه وړاندې صدر د نېشنل انكيوبشېن سنټر (اېن آئ?? سي)د بېلو پروژو او كاركردګۍ په حقله هم خبر كړے شو۔ده ته ووئيل شول اېن آئ?? سي د صلاحيت لرونكو سوداګرو او د هغوي جديد خيالات په غوره كاروبار بدلولو له د يو پليټ فارم څخه مطلوبه مرسته كوي۔بريفنګ كښې ووئيل شول د تېرو 4 كلونو په مهال اېن آئ?? سي اسلام آباد 230 اسټارټ اپس لګولي چې پكښې نزدې 22 اربه روپۍ آمدن ترلاسه شوے٬دغسې د 11 زره نه زياتې نوكرۍ راپېدا شوي۔صدر هېواد كښې د انټر پرينيور شپ ودې په خاص توګه مېرمنو او خاص كسانو له د اېن آئ?? سي په سټارټ اپس كښې د موقعو وركولو په حقله د اېن آئ?? سي د هڅو ستائنه وكړه
د هېواد پرمختګ لپاره دې كاروبار كوونكو ځوانانو له تربيه٬لارښونه او سازګار ماحول وركړے شي۔صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج