اسلام آباد 07 نومبر(اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت او سرمايه كارې سلاكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي چې پاكستان او اېران د وريژو په بارټر تجارت او د سرحدي منډيو په جوړولو اتفاق كړے، د ټي آئي آر له مخې د پاكستاني ټركونو په تلو راتلو او د كسټمز په مرسته هم اتفاق شوے. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په تهران كښې د پاكستان اېران شريك تجارتي كميشن د غونډې په موقع د اېران د لويو لارو او ښاري پرمختګ وزير رستم قاسمي سره د ملاقات په مهال وكړې. په دې موقع د پاكستان او اتران ترمېنځه د زمكي پولو او سړكونو د لارې د تجارت او تګ راتګ په وده خبرې وشوې. د ملاقات په مهال په اړوند چارو تفصيلي غور وكړے شو او د مرستې په زياتولو اتفاق وكړے شو.
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria