اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) د غربت كمي او سماجي تحفظ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې سينيټر ډاکټر ثانيه نشتر وئيلي دي د احساس رعايت راشن سکيم له مخې د 9.2 مېليونه كورنيو مرحله وار رجسټرېشن روان دے٬ چا له چې به اوړه٬ دالونه او غوړي په ټارګټډ سبسډي وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ د احساس رعايت راشن سكيم اجراء په موقع خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل احساس پروګرام په كاميابۍ سره درې كاله بشپړ كړل ٬ د احساس راشن رعايت سكيم له مخئ به د وفاقي او صوبائي حكومتونو په اشتراك سره 106 اربه ټارګټډ سبسډي وركولې شي۔ دې ووئيل وزيراعظم امر كړے ٶ چې سبسډي ټارګټډ پكار ده او يوازې حاجت مندې طبقې ته د دې ګټه رسېدل پكار ده ٬ دې مقصد لپاره په څلور زره يوټيلټي سټورز ټارګټډ سبسډي وركړې شوې ٬ دې ووئېل لس لكه د كريانې سټورز هم په دې كښې شاملٶو۔ ده ووئيل په اوړو 22 روپۍ ٬ په دالونو 55 روپۍ او په غوړو 105 روپۍ د كلو په سر سبسډي وركړې كېږي۔ دې ووئيل دا نظام په ګاٶنډي هېواد كښې په لسو كالو كښې وضع كړے شوے او مونږ دا په شپږو مياشتو كښې تر سره كړو۔ ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل په تحصيلونو كښې د احساس ون ونډو سنټرز پرانسته كېږي٬ ماډول د پناه ځايونه جوړول هم د دې پروګرام برخه دي
د احساس رعايت راشن سکيم له مخې د 9.2 مېليونه كورنيو رجسټرېشن روان دے۔ سېنېټر ډاکټر ثانيه نشتر
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina