اسلام آباد 20 نومبر (اے پی پی)وزيراعظم ع??ران خان وئېلي دي پاكستان د تهذيبونو مركز او درېو لويو مذهبونو٬??دھ مت٬سكھ ازم او هندومت پيروكارو لپاره مقدس ځاې دے۔ده ا خبره د شورو په ورځ د ??دھ مت راهبانو سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې كړې۔د ??دھ مت راهبانو پلاوي مشري د ??دھ مت مذهبي پشيوا اود سوېئلي كوريا جوګئے آرډر صدر وان هينګ كوله۔وزيراعظم د پاكستان عظيم تاريخي٬تهذيبي او كلتوري ورثې ذكر كولو سره ووئېل پاكستان د تهذيبونو مركز او د درېو لويو مذهبونو٬??دھ مت٬سكھ ازم او هندومت پيروكارو لپاره مقدس او د احترام وړ ځاې دے۔وزيراعظم پلاوي پاكستان كښې د مذهبونو ترمينځه همغږۍ او ټولو مذهبونو لپاره د احترام څخه د حكومتي عزم په اړه خبر كړو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د ??دھ مت په كلتوري ورثه وياړ لري٬اوسنې حكومت سېلګرۍ او په خاص توګه د مذهبي سياحت ودې ته پام ګرځولې۔وزيراعظم ووئيل پاكستان او سوئېلي كوريا له به د ??دھ مت تاريخي ځايونو حفاظت او ودې لپاره خپله مرسته زياتول كول وي۔وزيراعظم ع??ران خان ووئيل د سوئېلي كوريا ??دھ راهبانو پاكستان راتګ سره به د امن او ټولو مذهبونو ترمينځه د همغږۍ شريكې پېغام رامخې ته كولو له مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل پھ وروستيو كښې د بابا ګرونانك 550مې زېږون ورځې په موقع د كرتارپور صاحب راهدارۍ پرانس??ه شوې ۔وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د جوګئے آرډر پاكستان دورې سره به د دواړو هېوادونو اولس او د ګندهارا تهذيب دور څخه تاريخي او تهذيبي رابطو رامخې ته كولو له مرسته ترلاسه شي۔د ??دھ مت مذهبي پشيوا او سوئېلي كوريا جوګئې سلسلې صدر وان هينګ د ??دھ مت تاريخي ورثه حفاظت لپاره د پاكستان هڅې وستائېلې۔هغوي د مذهبونو ترمينځه په همغږۍ او نړيوال امن لپاره په هڅو د وزيراعظم ع??ران خان ستائنه وكړه۔
پاكستان د تهذيبونو مركز او درېو لويو مذهبونو٬بدھ مت٬سكھ ازم او هندومت پيروكارو لپاره مقدس ځاے دے
مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو