رياض 25 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ګرېن انشي اېټو د عمل جوګه جوړولو لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره ووئيل چې سعودي ګرېن انشي اېټو او د مېنځني ختيز شاداب اقدام٬ د پاكستان د موسمياتي بدلون اقدام٬ كلين اېنډ ګرېن پاكستان او 10 بېليون ټري سونامي سره همكاري لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګلپ ه ورځ په رياض كښې د مېنځني ختيز د شاداب اقدام مشرانو غونډې په مهال د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود سره په ملاقات كښې كړې ده۔ وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب پرمختګ لپاره د خادم الحرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز د قيادت ستائنه كولو سره د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د سعودي وژن 2030 هم ستائنه وكړه چې مقصد ئې په 21مه پېړۍ كښې په سعودي كښې سماجي او معاسي پرمختګ راوستل دي۔ په دې موقع وزيراعظم د ماحولياتي بدلون پحقله د مېنځني ختيز د شاداب اقدام مشرانو غوندې په كاميابۍ سره په كولو ولي عهد له مباركي وركړه۔ ده ووئيل د مشرانو دا غونډه د ماحولياتي بدلون چېلنج په موثره ډول مخنيوي له ځانګړې اقداماتو د سعودي د قيادت د عزم عكاس ده۔ وزيراعظم په دې موقع سعودي عرب سره د پاكستان د ژورو اړيكو د عزم پخلي وكړو او سعودي عرب سره د پاکستان ستراتېژك اړيكې ئې رامخې ته كړې٬ وزيراعظم په هر سخت وخت كښې د پاكستان په سمدستي توګه په مرسته كولو ده سعودي مننه وكړه۔ دواړو مشرانو په بېلو څانګو كښې شريكه مرسته لا مستحكمولو ته سلا وكړه۔ د افغانستان د اوسني صورتحال پحقله وزيراعظم د افغانانو د ستونزو خاتمې او د دوي مرستې لپاره د نړيوالې ورورولۍ د فعاله او تعميري كردار په اهميت زور رواړو٬ ده په افغانستان كښې په تباه کن انساني صورتحال د تشويش څرګندونه كولو سره هيله څرګنده كړه چې نړيواله ورورولي به افغانستان د انساني بحران او معاشي تباهۍ نه بچ كېدو لپاره اقدامات وكړي، دواړو مشرانو د دې چېلنجونو مخنيوي لپاره د نزدې او كوټلې هڅو لپاره سلا وكړه۔ پاکستان او سعودي عرب په شريك باور، مفاهمت، نزدې مرسته، د يو بل د مرستې په روايت آډانه د ملګرتيا په اړيكي لري٬ د وزيراعظم سږ كال دا د سعودي عرب دوېمه دوره ده٬ وزيراعظم د دې نه وراندې په مئي كښې د سعودي دوره كړې وه۔