اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې زما د صحبت پور دورې مقصد د سېلاب ځپليو سره د يو والي څرګندونه كول وو او دا احساس وركول وو چې زه او زما حكوم د هغوي د بحالۍ لپاره په زړه پورې هلې ځلې كوي۔د شورو په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل په 9 جنوري جنيوا كښې كېدونكي ډونرز كنفرنس كښې به د سېلاب ځپليو مقدمه نړۍ ته وړاندې كوم۔ده ووئيل ما په پنجاب كښې د جوړ شوي دانش سكولونو په ډول بلوچستان كښې جديد آسانۍ لرونكې 12 نوې دانش سكولونو جوړولو اعلان كړې٬دا سكولونه به د غريب او پسمانده سيمو څخه تعلق لرونكو ماشومانو لپاره د علم او هنر او پرمختګ نوې لارې لټولو كښې مرستياله وګرځي
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ