اسلام آباد30 نومبر(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان د سائبر سېكورټي پوهانو ته اړتيا لري٬څنګه څنګه چې پاكستان ډيجټلائز كېږي هغسې به سائبر بريدونه هم زياتېږي٬نوې نسلونه په نړۍ كښې په كېدونكو بدلونونو په ښه ډول پوهېږي٬د آئي ټي په څانګه كښې به د پرمختګ څخه د پاكستان د آئي ټي پیداوار او برآمدات زيات شي٬ ادارو ته د ډيجيټلائز كېدو سره سره سائبر سېكورټي ته هم خپل پام ګرځول پكار دي٬ زيركو زده كوونكو ته به 50 زره سكالر شپس وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ډيجيټل پاكستان سائبر سېكورټي هيكاتهان دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔په دستوره كښې د انفارمېشن ټېكنالوجي وفاقي سېكرټري سهيل راجپوت٬د آئي ټي ممبر سيد جنيد امام٬د اګنائټ سي اي او عاصم شهزاد حسېن٬د سائبر سكورټي او آئي ټي پوهانو ګډون كولو۔صدر ووئيل د موجوده دور تقاضو له مخې موڼږ د سائبر سېكورټي پوهانو ته ضرورت لرو ٬د پوهنتونونو وائس چانسلرانو ته هدايت شوے چې د سائبر سېكورټي زده كړې ته پام وكړي٬پاكستان په دې څانګه كښې د نورو هېوادونو په مقابل كښې د ښې كاركردګۍ څرګندونه كولې شي۔ده ووئيل د سائبر بريدونو زياتېدو باوجود نړۍ د ټېكنالوجي نه علاوه كوم بل آپشن نه لري٬هند زمونږ په ټولنه كښې اړے ګړے خپرول غواړي٬په سوشل مېيا فيك نيوز چلوي٬صدر ووئيل هېواد ته د آئي ټي او سائبر سېكورټي پوهانو ضرورت دے۔ده د سائبر هيكاتهان به كولو د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت او نورو همكارانو ته مباركي وركولو سره ووئيل د دې اقدام څخه د ټېلنټ په ګوته كولو موقع ترلاسه شوې۔ده د سائبر سېكورټي حاجت زياتېدو په ضرورت زور راوړولو سره ووئېل پاكستان د سائبر بريدونو سره مخ دے٬په اېف بي آر او نېشنل بېنك د سائبر بريدونه د دې مثال دے۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان جې څومره ډيجيټلائز شي دومره به ورسره سائبر بريدونه زياتېږي۔د نادرا په ډېټا هم بريد شوے۔صدر مملكت ووئيل د مالياتي ادارو٬ټېلي كام او يوټيلي ادارو ډېټا هم محفوظ نه ده۔صدر ځوانانو ته ووئيل چې زده كړې ترلاسه كولو سره د دې هېواد خذمت وكړې ٬پاكستان څوك هم د پرمختګ څخه نشي ايسارولې ٬د آئي ټي په څانګه كښې به د پرمختګ په نتيجه كښې د پاكستان د آئي ټي پېداوار او برآمدات كښې اضافه وشي۔ده ووئيل په ټوله نړۍ كښې كرېډټ كارډ او د بېنكونو ډېټا غلا كېږي خو د دې باوجود په كال 2018 كښې 5 ټريلين ډالره آن لائن ټرانزېكشنز شوے ٬مونږ له به ادارې ډيجيټلائز كولو سره سره سائبر سېكورټي پلو هم پام كول وي۔د آئي ټي وزارت سېكرټري سهيل راجپوت دستورې ته د خپلې وېنا په مهال ووئيل صدر مملكت د آئي ټي په څنګه كښې تل ژوره خوښي لرلې٬د وزيراعظم عمران خان هم دا وژن دے۔ده ووئيل په پاكستان كښې په اېف بي آر او نېشنل بېنك د هيكرز بريد شوے٬د آئي ټي وزارت د سائبر سپيس ښه والي لپاره اقدامات كوي۔راتلونكې كال تر جون به نېشنل سيټ جوړ كړے شي٬شعبه جاتي سيټ به هم جوړولې شي او اداره جاتي رابطه به زياتولې شي۔د دې څخه وړاندې صدر ډاكټر عارف علوي د ډيجيټل پاكستان سائبر سېكورټي هيكاتهان په مقابله كښې په مختلف كيتيګريز كښې په زړه پورې كاميابي ترلاسه كوونكو آئي ټي پوهانو له انعامات وركړل
پاكستان د سائبر سېكورټي پوهانو ته اړتيا لري٬څنګه څنګه چې پاكستان ډيجټلائز كېږي هغسې به سائبر بريدونه هم زياتېږي۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د ډيجيټل پاكستان سائبر هيكاتهان دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha