کراچۍ 09 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پوليو په بشپړه توګه د خاتمې عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د پوليو نوي كېسز رامخئ ته كېدل د تشويش وړ خبره ده٬ صوبائي حكومتونو او شراكت دارو سره په ګډه به پوليو رنځ ته ماتي وركوٶ۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه ده جمعې په ورځ په كراچۍ كښې د پوليو مخنيوي په اړه د جاج اغستو مهمې غونډې مشرۍ په مهال وكړه ۔ په غونډه كښې د ګيټس فاؤنډيشن چيئرمېن بل ګيټس او د ګلوبل ډويلپمنټ صدر ډاکټر کرس ايليئاس د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې صوبائي حكومتونه٬ ګلګت بلتستان او د آزاد جمو و كشمير حكومت هېواد څخه د پوليو خاتمې لپاره د عزم څرګندونه وكړه او د وفاق ټولو برخو نه د پوليو مخنيوي لپاره مشترکه هلو ځلو ته هم صلاح راغله۔ ګډون كوونكو ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئېل مونږ د پوليو بشپړه خاتمې لپاره د عزم پخلے كوٶ او پاكستان كښې د صحت نظام په خاص توګه د پوليو مخنيوي په غېر معمولي مرسته او ملاتړ د بل ګېټس فاونډېسن مننه كوٶ۔ وزيراعظم د پوليو مخنيوي په اړه د حكومت او نورو شراكتدارو هم مننه وكړه۔ ده ووئيل د پوليو خاتمې لپاره د هول آف دي ګورنمنټ اپروچ خپل كړے شوے ٬ تر كال 2025 د دې رنځ خاتمې لپاره هلې ځلې كوٶ۔ وزيراعظم امر وكړو چې د پوليو بشپړه خاتمې لپاره دې د ټولو وسائلو كارولو سره سره د پاكستان هر كوچني ته د واكسين يو شمېر خوراكونه وركړې شي۔ ده تاكيد وكړو چې ھغه سيمې چې پكښې امنيتي ستونزې رامخې ته دي هلته دې هر ماشوم ته د پوليو واكسين وركول باوري كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل د فرنټ لائن ورکرز مينه، د پاكستان حکومت عزم او د شراكتدارو د مرستې سره پاكستان د پوليو په ضد مهم پېشرفت كړے ٬ خو د نوو كېسونو رامخې ته كېدل د تشويش خبره ده ۔ده ووئېل د صوبائي حكومتونو او شراكتدارو په مرسته به دې مرګوني رنځ ته ماتې وركوٶ۔ په دې موقع د ګيټس فاؤنډيشن چيئرمېن بل ګيټس د پوليو مخنيوي لپاره د حکومتي اقدامات ستائنه كولو سره د خېبر پښتونخوا په سوئيلي ضلعو كښې د پوليو مخنيوي واكسين وركوونكو ماشومانو په شرح كښې په اضافه د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې د پاكستان حکومت لخوا 40 لكه ماشومانو ته ان-ايکټيويټډ پوليو وائرس واکسين( آئي پي وي) منصوبه ترتيب كړې شوې ۔ په غونډه كښې د پوليو مخن نيوي په تګلاره هم بريفنګ وركړے شو۔ غونډه ته ووئيل شول په ضلع قلعه عبدالله او ضلع چکوال كښې د پوليو يو يو كېس رپورټ شوے۔ غونډې ته ووئيل شول دا مهال کوئټه او کراچي ډويژنز د پوليو وائرس د خپرېدو وغټ مركزونه دي۔ غونډې ته ووئيل شول د پوليو مخنيوي په اړه د نګرانۍ نظام بهتر كړے شوے٬ د پوليو وائرس خپرېدو مخنيوي په اړه د پاكستان او افغانستان ترمېنځه روابط او همكاري زياتولو كښې په زره پورې پېشرفت شوے۔ غونډې ته ووئيل شول ستمبر، اکتوبر او دسمبر 2024 كښې د پوليو واکسين كمپائن به په ګرد هېواد كښې پېل كولې شي۔ په غٶنډه كښې وفاقي وزيرانو محمد اورنګزيب، عطاء الله تارړ٬ خالد مقبول صديقي، رانا تنوير حسېن، عبد العليم خان ، د سندھ ګورنر کامران ټيسوري، وزيراعليٰ مراد علي شاه ، قامي صحت لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر ډاکټر ملک مختار احمد بھرتھ، د پوليو مخنيوي لپاره د وزيراعظم فوکل پرسن ډاکټر عائشه رضا فاروق، د صحت سيکرټري ډاکټر نديم محبوب او د پوليو مخنيوي نيشنل کوآرډينيټر محمد انوار الحق، د څلورو واړو صوبو، ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمير چيف سيکرټريز او انسپکټرز جنرل پوليس ،د انسداد پوليو نړيوالو شراكتدارو او اړوندو لوړ پورو ګډون وكړو۔
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پوليو مخنيوي د جاج اغستو غونډه٬ صوبائي حكومتونو او شراكت دارو سره په ګډه پوليو رنځ ته د ماتي وركولو عزم
مضمون کا ماخذ : loteria estadual