اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي وزيراعظم عمران خان د غلو٬داكوانو او د هېواد خزانه په بې دردۍ سره د لوټ كوونكو په ضد د جهاد اعلان كړے٬د بې باورۍ تحريك جمع كوونكي درې واړه كرپټ كسان ګير شوي٬نن عمران خان د دريو واړو اصليت بيان كړے۔د شورو په ورځ د مسلم ليګ(ن)لارښودې مريم اورنګزېب په پرېس كنفرنس په خپل ردعمل كښې د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل كه شهباز شريف كرپشن نه وي كړے نو هغه په خپل ځان فرد جرم ولې نه عائد كوي٬هر ځل شوباز په سماعت د التوا اخستلو لپاره ولې ځي؟څوك چې غلا كوي هغه د فرد جرم څخه تښتي او شهباز شريف دا خبره ثابت كړې٬ ده ووئېل د شهباز شريف پشمول ټول غله به زندان ته ځي٬هغوي د هېواد خزانه په بې دردۍ سره لوټ كړې