اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د سي ډي اے چارو خاص مرستيال علي نواز اعوان وئيلي دي چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې په نړيواله كچه د پاكستان تشخص بهتر كولو لپاره بشپړ كردار ترسره كړے او وزيراعظم په ټوله نړۍ كښې د پاكستان تشخص په ډاګه كړے. د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د كال 2021م په مهال پاكستان په سفارتي كچه ډېرې لوئې كاميابې ترلاسه كړې دي چې پكښې په پاكستان كښې د اسلامي هېوادونو تنظيم د خارجه وزيرانو په كچه كانفرنس شامل دے په كوم كښې چې په افغانستان كښې د ممكنه معاشي بحران په اړه كليدي پرېكړې شوې دي. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په دې وخت كښې د اسلامو فوبيا په ضد موثر آواز دے او د دې په سبب د امريكې كانګرېس د اسلامو فوبيا په ضد قرارداد منظور كړو. د روسيې صدر پيوټن هم په اسلامي اقدارو پورې ټوقې د رائې د اظهار د آزادې په ضد ګرځولې دي
د پاكستان تحريك انصاف حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې په نړيواله كچه د پاكستان تشخص بهتر كولو لپاره بشپړ كردار ترسره كړے. علي نواز اعوان
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا