اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) پاکستان په افغانستان كښې د زلزلې له امله د حق رسېدليو كورنيو سره د غمرازۍ او خواخوږۍ څرګندونه كړې ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند خپل يو بيان كښې وئيلي دي د جنورۍ په 17مه نيټه د افغانستان په لويديز بادغېس ولايت كښې د زلزلې په نتيجه كښې د يو شمېر قېمتي ځانونو زيان سره سره د املاك په تباهۍ مونږ دړدېدلې يو۔ خارجه دفتر د پاکستان حکومت او د اولس لخوا په زلزله كښې د حق رسېدليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې او په زلزله كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره ئې دعا كړې
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania