اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په 28م مئي د “يوم تکبير” سركاري رخصتي اعلان كولو سره وئيلي دي يوم تكبير سياسي او د دفاعي قواؤ لخوا د هېواد دفاع لا قوي كولو لپاره د شين بېرغ لاندې د يو موټے پاتې كېدو يادګېرنه ده ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل يوم تکبير د پاکستاني قام د هېواد دفاع ناقابل تسخير كولو لپاره د اتحاد يادګېرنه ده ٬ په نننۍ ورځ ټول قام د دې هېواد سالمتيا لپاره دا پرېكړه كړې وه چې د هېواد دفاع په ضد به هر ډول بهرنے فشار نه قبولوو او نه به كومه سمجهوته وكړې شي۔ ده ووئيل يوم تكبير د سياسي او دفاعي قواؤ لخوا د هېواد دفاع لا قوي كولو لپاره د شين بېرغ لاندې د يو موټے پاتې كېدو يادګېرنه كوي، دغسې يوم تکبير د بهرنيو دښمنانو سره سره د كورنو دښمنانو كوم چې په هېواد كښې د اړي ګړي په سياست هېواد خطر سره مخ كول غواړي د هغوي د ناپاكه عزائمو عمر له د ناكامولو د لوظ د تجديد ورځ ده۔ ده ووئيل 28م مئي “يوم تکبير” د هغه وخت د وزيراعظم محمد نواز شريف او د پاك پوځ د پاکستان دفاع ناقابل تسخير جوړولو ته د پېرزوئنو وړاندې كولو ورځ ده، په دې ورځ مونږ ذوالفقار علي بھټو ته چا چې د پاکستان اتومي پروګرام پېل كړے ؤ او د دې روان ساتلو كښې مهم كردار لوبوونكو ته هم دپېرزوئنو وړاندې كولو ورځ ده۔ ده ووئيل زما پشمول د پاكستان ټول قام په دې ورځ دا لوظ كوي چې لكه د مئي په 28مه نيټه چې د هېواد دفاع ناقابل تسخير كړې شوه دغسې به مونږ په شپه او ورځ محنت سره د دې هېواد اقتصادي سلامتيا باوري كوو ۔ وزيراعظم ووئيل راځۍ چې په نننۍ ورځ مونږ دا لوظ وكړو چې نه يواځې بهرني دښمنانان بلكې پاكستان كښې موجود د 9 مئي غوندې پېښو څخه د اړي ګړي راپېدا كولو كښې خوښي لرونكي عناصر به هم اتحاد، تنظيم ٬ محكم يقينِ او شپه او ورځ خواري كولو سره ناكامه كوٶ۔
وزيراعظم په 28م مئي د “يوم تكبير” سركاري رخصتي اعلان كړه٬ يوم تكبير سياسي او دفاعي قواؤ لخوا د هېواد دفاع لا قوي كولو لپاره د شين بېرغ لاندې د يو موټے پاتې كيدو يادګيرنه ده ۔ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ