اسلام آباد ضلعي عدالتونو كښې د سائلین سهولت مرکز جوړولو لپاره د قانون او انصاف وزارت منصوبې لپاره 500 ميليونه روپۍ تجويز كړې شوې ، پي اېس ډي پي


اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د راروان مالي كال 25-2024 سرکاري څانګې پرمختيائي پروګرام (پی اېس ډی پی) ترمخه وفاقی پايه تخت اسلام آباد كښې ضلعي عدالتونو كښې د سائلین سهولت مرکز جوړولو لپاره د قانون او انصاف وزارت منصوبې لپاره 500 ميليونه روپۍ د بيلولو تجويز وړاندې كړے شو۔ د پي اېس ډي پي له مخې په منصوبه د مجموعي لګښت اندازه 1544.370 ميليونه روپۍ ده دغسې تر 30 جون 2024 به 90 ميليونه روپۍ فنډز جاري كولې شي۔ راروان مالي كال كښې د منصوبې بشپړولو لپاره د سرکاري څانګې پرمختيائي پروګرام ترمخه 500 ميليونه روپۍ د بېلولو تجويز دے۔