وزيراعظم شهباز شريف سره د ازبک خارجه وزير ملاقات٬په تجارت، معيشت، امنيت، دفاع، سماجي رابطو او په نورو څانګو كښې د مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه


اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د ازبکستان خارجه وزير بختيار سيدوف ملاقات كړے٬ په دې موقع د تجارت، معيشت، امنيت، دفاع، سماجي رابطو او په نورو څانګو كښې د شريكې مرستې زياتولو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال ازبك خارجه وزير وزيراعظم ته به دويم ځل ټاكلے كېدو مباركي وركولو سره ده ته د ازبک صدر شوکت مرزيوئيف لخوا د ازبکستان دورې بلنه وركړه۔ وزيراعظم د ازبکستان صدر شوکت مرزيوئيف مننه كولو سره ووئيل ھغوي سره ملاقات ته سترګې په لاره يم۔ په دې موقع د پاکستان او ازبکستان ترمېنځه تجارت، معيشت، سيکورټي، دفاع، سماجي رابطو او په نورو څانګو كښې په مرسته زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔۔ په ملاقات كښې په افغانستان كښې د تږ پاتي امن او د پرمختګ په اهميت هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم شهباز شريف ازبکستان سره د دوه اړخيزه تجارت او نورو منصوبو په تندۍ سره بشپړولو لپاره د پاكستان د عزم څرګندونه وكړه۔ ده ازبکستان ته تر پاکستان بندرځاې رسنه وركولو لپاره په مشاورت سره د يوې موثرې لائحې د جوړولو په اهميت زور رواړو۔ وزيراعظم شهباز شريف د ازبکستان-افغانستان-پاکستان رېلوے منصوبې په اهميت رڼا اچولو سره د دې زر تر زره بشپړتيا لپاره د پاكستان د عزم څرګندونه هم وكړه۔

وكړه۔

متعلقہ مضامین