د پاليسيو تسلسل، په مېرټ او سپېځلي ډول د بھرتۍ ٬ تقررۍ ٬ تبادلې او ترقۍ د لارې متوازن نظام چلېدې شي٬ احسن اقبال


اسلام آباد۔24جون (اے پی پی) اسلام آباد۔24جون (اے پی پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ، اصلاحاتو او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې په هېواد کښې د سياسي بې ثباتۍ له امله د وژن 2010-2025 هدفونه نه دي ترلاسه شوي، د پاليسيو تسلسل، په مېرټ او سپېځلي ډول د بھرتۍ ٬ تقررۍ ٬ تبادلې او ترقۍ د لارې متوازن نظام چلېدې شي۔ د اټامك انرجي كمېشن نيوكلئير نظام ٬ توان ٬ دويانې د كركيلې په پرمختګ كښې مهم كردار لري۔ ده د ګل په ورځ د پاكستان اټامك انرجي كمېشن او يورپين آرګنائزېشن فار نيوكليئر ريسرچ (سرن) په مرسته په طبيعات او عصري ضرروياتو د 49 م نړيوال نتيھياګلي سمر كالج پرانستې غونډې ته خطاب كولو۔ په دې موقع د پاكستان اټامك انرجي كمېشن چيئرمېن ډاکټر راجه علی رضا انور ،ډائرېکټر آئی آر سرن مس شارلوټے وراکلی ‏٬ د نړۍ د بېلو هېوادونو پوهنتونونو فېكلټي غړي او نور ګڼ شمېر ګډون كوؤنكي موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان اټامک انرجی کمېشن په پاكستان كښې د ټېكنالوجۍ په څانګه كښې مهم كردار لري٬ په 28 مئی 1998 پاكستان اتومي چاؤدنې د هند په ځواب كښې ډیټرنس ترلاسه كولو له وكړې٬ په دې كښې د انرجي كمېشن زياته خواري شامل ده٬ اټامك انرجي كمېشن نه يوازې د هېواد د دفاع بلكه د طب ٬ كركيلې او توان په څانګو كښې هم په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ احسن اقبال ووئيل صنعتي پرمختګ سره به د روزګار موقعې رامخې ته شي ، نوې ټېكنالوجيز كارولوس ره به د اولس د ژوند معيار ښه شي٬ پاكستان سرن سره د همكارۍ لا مضبوطولو عزم لري۔ ده ووئيل د حكومت لخوا سرن ته په 17 مه سالګره مباركي وركوم۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان بلها معدنيات لري ٬ دې څخه ګټه پورته كولو مونږ لپاره چېلنج دے۔ د پاكستان اټامك انرجي كمېشن ډاكټر راجه علي رضا انور ووئيل په پاكستان كښې د سائنس په څانګه كښې د پاكستان اټامك انرجي كمېشن مهم كردار دے، د پاكستاني حكومت د مرستې مننه كوؤ۔ ده ووئيل د هیومن ریسورسز نشتوالي د لاسه د ډېرو هېوادونو وسائلو څخه نور هېوادونه ګټه پورته كوي ، په دې كالج كښې بېلو هېوادونو څخه سائنسدانان ګډون كوي۔ وفاقی وزیر احسن اقبال ووئيل زمونږ د اټامك پاور 5 منصوبې نېشنل ګرډ ته 3530 مېګاواټ برېښنا وركوي ٬ د كېنسر په درملنو كښې پاكستان اټامك انرجي كمېشن خپل خذمات ترسره كوي۔ ډائرېکټر آئی آر سرن مس شارلوټے وراکلی ووئيل پاكستان سره مو نزدې همكاري ده۔ دې سره به پاکستانی ریسرچرز په تحقيق كښې مرسته ترلاسه كړي۔ دې ووئيل پاکستان اټامک انرجی کمېشن كال 1976 څخه هر كال كالج كوي۔ دې ووئيل د 49 م سمر كالج په مهال به د رامخې ته كېدونكو ټېكنالوجيز په شمول په کوانټم ټېکنالوجیز، مصنوعی ذهانت (اے آئی)٬ مشین لرننګ او سیمی کنډکټر ټېکنالوجیز او کوټنګز بشپړه خبرې كولې شي۔ 49 م سمر کالج به تر 6 جولائی 2024 په ننتھیاګلی كښې روان وي

متعلقہ مضامین