اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وفاقی وزیرې سېنېټر شیری رحمان وئيلي دي چې اعلی عدلیه دې د رضوانه تشدد کېس ازخود نوټس اخستلو سره ماشومې له انصاف وركړي۔ د جمعي په ورځ خپل يو ټويټ كښې دي ووئيل رضوانه تشدد کېس د طاقت او منصب كارولو ناوړه كارولو تر ټولو بد مثال دې، څوك چې ټولنه كښې قانون او انصاف باوري كوي هغه خپل اختیار او طاقت د ماشومې او بې ګناه وګړو په ضد كاروي ، افسوس په دې خبره دې چې اعلی عدلیي تر اوسه په دې معامله نوټس هم نه دې اخستې۔ دي ووئيل سول جج او د هغه كورنۍ ظلم کولو نه پس د انصاف په لاره كښې خنډ جوړ شوې، اعلی عدلیه دې د رضوانه تشدد کېس ازخود نوټس واخلي او ماشومې سره دې انصاف وكړي۔ تشدد ښكار شوې٬ د ماشومې رضوانه مور بیانونه د زيات سنجیده نوعیت دي،دغه نظر انداز كېدې نشي۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج