اسلام آباد۔11جنوری(اے پی پی)د مذهبي همغږۍ او د منځني ختيز چارو لپاره د وزيراعظم خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې په جنېوا كنفرنس كښې ګردې نړۍ د پاكستان په مشرتابه د باور څرګندونه كړې ده ٬ سېلاب ځپليو لپاره د وزيراعظم شهباز شريف او د اتحادي حكومت هڅې د ستائنې وړ دي٬ په دې سخت وخت كښې ملګرو هېوادونو پاكستان ځانله نه دې پرېښودلې۔ د شورؤ په ورځ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل چې اولس ته به دا وئيل وي چې د خلافت راشده نظام څه وو٬ د مدينې رياست څنګه وو؟ اولس ته به دا ښودل وي چې نبي كريم (ص) خلفاﺀ راشدين ته كوم نظام وركړے وو هغه يۍ څنګه نافذ كړو ؟په كوم كښې چې يو قوي تن په يو كمزوري ظلم نه شو كولې۔ ده ووئيل د مدينې رياست خبرې كول آسان دي ٬ د مدينې په رياست كښې احتساب وي انتقام نه وي٬ هر چا ته انصاف د كور په درشل ترلاسه كیږي۔ ده ووئيل پاكستان علماﺀ كونسل او دې سره تړلې جماعتونو پرېكړه كړې ده چې د جمعې په خطبو كښې به د سيدنا صديق اكبر په فضائلو ٬ د خلافت راشده په نظام او د مدينې په رياست خبره كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان ته په موجوده حالاتو كښې د وزيراعظم شهباز شريف د هڅو په نتيجه كښې زياته كاميابي ترلاسه شوې ده۔ په موجوده مشرتابه نړۍ يو باور لري او د دې تفصيلات به وزيراعظم په خپله بيان كړي۔ ده ووئيل د پاکستان علماء کونسل او دې سره د پېوست جماعتونو لخوا وزيراعظم او د ده د ډلې هڅو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئيل دعرب هېوادونو او په خاص توګه د سعودي عربستان مننه كوؤ كومو چې زمونږ ملګرتيا وكړه۔ ده ووئيل خلكو به سحر ماښام پروپېګنډا كوله چې پاكستان په معاشي توګه ډيفالټ كېدو پلو روان دے، دوئي ته هم وئيل غواړو چې پاكستان زمونږ د ټولو دے ٬ كومې خبرې سره چې پاكستان كمزورې كېږي هغه بايد مونږ كښې څوك هم ونكړي۔ مونږ له به پاكستان مضبوط جوړول وي۔ ده ووئيل زمونږ ملګري هېوادونه به كه لويے څښتن ته منظور وي پاكستان ډيفالټ كېدو له ورنكړي۔ د چين ٬ سعودي عربستان ٬ متحده عرب امارات او نورو هېوادوو لخوا پاكستان سره مرسته مخ په زياتېدو ده۔ د توقع نه مو زياته كاميابي ترلاسه كړې ده۔ ده ووئيل وزيراعظم په ذاتي توګه ټولو نړيوالو لارښودو سره رابطې وكړې٬ د تحريك انصاف ځينې ملګرو په دې ټكونه وكړل۔ ده ووئيل عمران خان خو خپله هم جنېوا ته غوښتلو له تلې وو٬ عمران خان به هم خپل دور كښې غوښتلو له تللو وركړې له نه۔ ده ووئيل په څيزونو كښې به مونږ له د خپل هېواد او ملت سوچ كول وي او هم دې سره به مخ په وړاندې تلل وي۔
په جنېوا كنفرنس كښې ګردې نړۍ د پاكستان په مشرتابه د باور څرګندونه كړې ده٬ حافظ محمد طاهر اشرفي
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم