اسلام آباد 17 اکتوبر(اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې مونږ ته د نړۍ وړومبې ګرين پرېذېډنسي په توګه پېژندګلي ترلاسه شوې او زمونږ ډاډګېرنه شوې، د پاكستان په بيا رغونه كښې د اولس، مېډيا، كاروباري ټولنې، علما، حكومت، عدليې او د دفاعي قوتونو يو ښه امتزاج دے. د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل چې په ګرين پرېذېډنسي كښې برېښنا په مكمل توګه د شمسي توان څخه ترلاسه كېږي. د سولر يو مېګاواټ برېښنا د يو لاك 43 زره ونو لګولو برابر ده. دلته سږ كال 10 زره او تېر كال 5 زره ونې نال كړې شوې دي. ده ووئيل چې د سره د سخت وخت مونږ رامخې ته كېږو او دا هر څه په حكومتي خرڅ نه بلكې زمونږ پاكستاني كارپورېشنز د سماجي ذمه وارې له مخې كړي دي، د دوي مننه كوو.
مضمون کا ماخذ : loteria estadual