اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) صدر عارف علوي د نېشنل هائي وے د وفات شوي ملازم كونډې ته د ملازمت وركولو د وفاقي محتسب احكامات په ځائ ساتلو هدايت كولو سره وئيلي دي چې نېشنل هائي وے اتهارټي دې د وزيراعظم د مرستې پېكج له مخې په سمدستي توګه كونډې ته ملازمت وركړي. صدر مملكت نېشنل هائي وے اتهارټۍ ته په دېرش ورځو كښې د رپورټ جمع كولو هم وئيلي دي او وئيلي ئې دي چې افسوس چې د نابالغ ماشومانو پشمول د ځپلې كورنۍ څلور كاله ضائع كړې شوي دي. صدر مملكت د نېشنل هائي وے اتهارټۍ دريځ غلط ګرځولې.
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت