اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هېواد معيشت د پرمختګ په لاره روان دې ٬ حقائق دا دي چې د مالي كال په اولنو درې مياشتو كښې غېر ملکی ترسیلات زر 12.5 فیصده اضافې سره 8 اربه ډالره او برآمدات 38 فيصده اضافې سره 7 اربه ډالره پاتې شوي دي ٬ 30 كاله وروسته كوم وزيراعظم كركيلې ته پام ګرځولې دې چې ورسره پاكستان په فوډ سېكورټي كښې سرپلس كېدو پلو روان دې۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښی د اطلاعاتو وزير مملكت ووئيل اېف بی آر په اولنو درې مياشتو كښې 38 فيصده اضافې سره د 1395 اربه روپو ټېكس وصولي كړې۔ هغه ووئيل ټېكسټائل برآمدات 28 فيصده اضافې سره 4.437 اربه ډالره پاتې شوي دي۔ د آئي ټي په برآمداتو كښې د 42.7 فیصده اضافې سره د 635 ملینه ډالره اضافه شوې ده۔ دغسې په لارج سكېل مېنوفېکچرنګ كښې د جولائي او اګست په مهال 7.5 فیصده اضافه وشوه۔ هغه ووئيل د خريف په فصلونو كښی د ترلاسه شويو ابتدائي اطلاعاتو لمخې هيله ده چې د ګني په پېداوار كښې 25 % ٬ جوارو كښې 18% ، پومبه كښې 60% او وريژو كښې 18 % اضافه وشي۔ هغه ووئيل كه لوئې څښتن ته منظور وي نو د غنمو راروان پېداوار كښې به هم ريكارډ اضافه رامخې ته شي۔
د وزیراعظم په مشرۍ كښې د هېواد معيشت مخ په وړاندې روان دې٬ فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria