اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان به (نن)د جمعې په ورځ د قامي سلامتيا پالېسۍ 26-2022 اجرا كوي۔د پالېسۍ مركزي فريم ورك وګړو ته بنيادي آسانۍ وركول او معاشي سېكورټي دے دغسې چې پاكستان په اقتصادي توګه محفوظ او مستحكم جوړ كړے شي۔وزيراعظم عمران خان به د كلاسفائيډ قامي سلامتيا پالېسۍ پبلك ورژن اجرا كوي كوم چې د پاكستان قامي سلامتيا پالېسۍ وړومبنے دستاويز دے۔ د قامي سلامتيا پالېسي جغرافيائي حكمت عملي ته پام لرنې سره د جيو اكنامك ويژن عكاسي كوي او په دې خبر زور راوړي چې د شريك احترام او يو ډول خپلواكۍ په بنياد د پاكستان د خارجه پالېسي او فوجي صلاحيت وړومبے مقصد منطقه او د دې څخه بهر امن او استحكام دے۔د پالېسۍ جوړولو په عمل كښې ټولو سټيك هولډرز سره بلها مشورې شوي او د قامي سلامتيا پوهانو پشمول 600 څخه زياتو كسانو څخه رائے اغستې شوي۔د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف ووئيل زمونږ د قامي سلامتيا سوچ اقتصادي او د وسيلو ودې ذريعې په ګوته كوي دغسې چې د پاكستان روايتي او غېر روايتي سلامتيا په وخت مضبوطه كړې شي۔د قامي سلامتيا پالېسۍ په مهمو مقاصدو كښې د قامي همغږۍ معاشي سباؤن تحفظ٬دفاع او سيمه ايزه سالمتيا ٬داخلي سلامتيا٬بدلې شوې نړۍ څخه د همغږۍ خارجه پالېسي او انساني سلامتيا شامل ده۔د دې پالېسۍ مقصد د پاكستان پرمختللو او كم پرمختللو سيمو ترمينځه اقتصادي٬د بهر عدم توازن٬سماجي او اقتصادي عدم مساوات او جغرافيائي تفاوت پشان درې سنګين چېلنجونه لرې كول دي۔د داخلي سلامتيا په اړه په پالېسۍ كښې د رياست رټ باوري كول٬ترهه ګري٬انتهاخوښي او د تشدد رويو او په قامي بنيادونو د تفريق په ضد عدم برداشت او د منظمو جرائمو لعنت په خاتمه زور راوړلې شوې ۔د قامي سلامتيا پالېسي به په نړيواله كچه د پاكستان د ګټو او د دريځ دفاع كوي۔دغسې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير شخړې منصفانه او پرامن حل د هېواد سلامتيا لپاره مهم ګرځولے شوے
وزيراعظم عمران خان به (نن) د جمعې په ورځ د قامي سلامتيا پالېسۍ اولسي ورژن اجرا كوي
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania