اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه وئيلي دي چې د اوبو بچت ، زرعي څانګي پرمختګ او زياتې شوې آبادۍ حاجت له مخې د اوبو پانګو جوړولو ته اړتيا ده، زرعي پيداوار زياتيدو سره به پاکستان قرض اخستونكې هېواد په ځائې قرض وركونكې هېواد جوړ شي،د اوبو منصفانه تقسيم لپاره ټيلي ميټري سسټم په لګولو كار كوو، د ماحول تحفظ او اونو ختمولو مخنيوي لپاره بايد كوټلي قانون سازي وكړې شي، پاکستان په شان زرعي هېواد د غنمو او نور زرعي مصنوعات په درآمد قيمتي زرمبادله خرھ كولو متحمل كيدې نشي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د زيارت په ورځ قومي آبي پاليسي 2018 عملدرآمد په اړه ورکشاپ ته و ينا كښې وكړه، په دې موقع د اوبو وسائلو سيکرټري ډاکټر کاظم نياز ،چيئرمين فيډرل فلډ کمېشن احمد کمال ، چيئرمېن واپډا ، چيئرمېن ارسا او نورو اړوندو وزارتونو او ادارو افسرانو او د هېواد او غير ملکي آولو وسائلو پوهان هم موجود وو۔ سيد خورشيد شاه ووئيل اوبه بنيادي انساني ضرورت دې، د بده مرغه تير وخت كښې د دې د اهميت احساس نه دې شوې او په لويو بندونو او اوبو پانګو جوړولو كار نه دې شوې ، نه په زمكه كښې لاندي د اوبو كچې ته پام لرنه شوې۔ده ووئيل سندھ او خېبر پښتونخوا زمكه كښې لاندې اوبو په اړه اتھارټغ جوړي كړې دي، بايد پاتې صوبې هم دا ډول اتھارټيز جوړ كړي،دا مهال د هېواد تر ټولو لويه مسئله آبادي ده او د هېواد آبادي 24کروړ ته رسيدلې كومه به چې 10كاله پس 30 کروړه ته ورسي ، مونږ له زرعي څانګي پرمختګ لپاره اوبو ته اړتيا ده ځكه چې كله زراعت لپاره اوبه نه وي نو مسئلې به پيدا كېږي۔د اوبو استعمال او بچت لپاره د اوږدې مودې منصوبه بندۍ او وګړو كښې شعور بيدارولو ته اړتيا ده۔
زرعي څانګي پرمختګ لپاره د اوبو پانكو جوړولو ته اړتيا ده، سيد خورشيد شاه
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز