لاهور 10اګست(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چ?? په تندۍ سره د پرمختګ كونكې نړۍ مقابلې لپاره به په پاكستان كښې مصنوعي ذهانت ته وده وركول وي٬د تعليم نه غېر د پرمختګ مزل ممكن نه دے٬ عصري ټېكنالوجۍ څخه ګټې پورته كولو لپاره زيركې مش??تابه ته اړتيا ده٬ عصري تقاضو سره سمون لرونكې زده كړې او تربيه ضروري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ځايې هوټل كښې د روغتيا په څانګه كښې د مصنوعي ذهانت او مشين لرننګ استعمال په اړه كنفرنس_انسټاكيئر فيوچر هېلت فورم”ته خطاب كښې وكړه۔په دې موقع وړومبۍ مېرمن بيګم ثمينه علوي٬نګران صوبائي وزير ډاكټر جاوېد اكرم٬د انسټاكيئر فيوچر هلت فورم سي اي او بلال امجد او د روغتيا څانګې سره تعلق لرونكې ګڼ شمېر پوهان موجود وو۔صدر مملكت ??وئ??ل په ګاونډي هېوادونو كښې د خواندګۍ شرح 100 فيصد ده٬ نالوستې كسان به ټولنې او هېواد لپاره ګټور جوړول وي ٬ د پاكستان ځوانان بشپړه صلاحيت لري٬ پاكستانيان په نورو هېوادونو كښې په ګڼو څانګو كښې خذمات ترسره كوي۔ده ??وئ??ل د پوهنتونونو اجاره داري ختمېږي٬مصنوعي ذهانت لپاره نه روپو او نه كومې مرستې ته اړټيا ده۔ده ??وئ??ل اسلام انسانانو ته نېغه لار ښائي۔ ده ??وئ??ل كه مونږ د يوبل د خبرې زغمل٬ د نورو مرسته او د هغوي خذمت خپل شعار جوړ كړؤ نو زه باور لرم چې پاكستان به په سباؤن كښې د پرمختلليو هېوادونو په صف كښې شامل شي۔ده هيله څرګنده كړه چې د پاكستان سباؤن روښانه دې يوازې اړخ سمولو ته اړټيا ده۔د كنفرنس په آخر كښې صدر مملكت د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو له ايوارډز وركړل۔ په ايوارډز ترلاسه كوؤنكو كښې ډاكټر یاسر نیا??ی ،ډاكټر عمر چغتائی ،امبر بشیر ،تیمور ضیا، خورشید انور ،ډاكټر ابصار عارف ،بلال امجد، محمد احمد ،عائشه صدیق، ډاكټر شهلا جا??ید ،وقاص الحسن ،ډاكټر عاطف الرحمن او نور شامل وو
تندۍ سره د پرمختګ كونكې نړۍ مقابلې لپاره به پاكستان كښې مصنوعي ذهانت ته وده وركول وي٬ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر