اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) پاکستان كښې د زيارت په ورځ د كال 2024 ټولټاكنو لپاره ګرد هېواد كښې د پولنګ عمل په ښه ډول روان دے كوم د سهار اته بجو نه تر ماښام پنځه بجو د كومې دمې نه غېر به روان وي٬ په پولنګ سټېشنز د ووټرانو اوږده قطارونه جوړ شوي٬ په لويه شمېره مېرمنې٬ سپين ګيري او ځوانان خپل ووټ اچولو لپاره پولنګ سټېشنز ته رسېدلي، انتخابي عمل سوله ايز جوړولو لپاره د امنيت ښه انتطامات شوي٬ د هېواد او غېر ملكي مبصرينو د بېلا بېل پولنګ سټېشنز دورې كولو سره د انتخابي عمل مشاهده كړې٬ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي، د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضي ٰ سولنګي، د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف، شهباز شريف، مريم نواز، د پاکستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري، آصف علي زرداري، د استحکام پاکستان پارټي لارښود جهانګير ترين او نورو شخصياتو په خپلو خپلو حلقه جاتو كښې په پولنګ سېټنشنز د ووټ خپل حق كارولې ٬ چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه په مرکزي اليکشن مانيټرنګ کنټرول سينټر كښې د اليکشن عمل نګراني كوي او صوبائي اليکشن کمشنران د بېلا بېل پولنګ سټېشنز دورو كولو سره د انتخابي عمل پخپله جاج اخلي۔ دغسې 12 كروړه 78 لكه 21 زره 49 رجسټرډ ووټران به د قامي او صوبائي اسمبليو په 855 حلقه جات د خپلو كانديدانو انتخاب كوي٬ په څلورو انتخابي حلقه جات د كانديدانو د حق رسېدو له امله پولنګ ځنډولے شوے ٬ ګرد هېواد كښې 14 لكه 90 زره انتخابي عمله به خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي، دغسې هېواد كښې 90 زره 675 پولنګ سټېشنز او 2 لكه 66 زره 398 پولنګ بوتھ جوړ كړے شوي٬ د حلقه جات غېر ختمي او غېر سركاري نتيجې به د ريټرنګ افسر د دفترو څخه جاري كېږي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري تفصيلات له مخې پولنګ به سهار د اته بجو څخه د كومې دمې نه غېر تر ماښام پنځو بجو دوام لري۔ په اسلام آباد كښې د قامي اسمبلۍ په دريو چوكو به 10 لكه 83 زره 29 ووټران د خپلو نمائندګانو انتخاب كوي۔ پنجاب څخه د قامي اسمبلۍ په 141 او د صوبائي اسمبلۍ په 297 چوكو د خپلو نمائندګانو انتخاب لپاره 7 كروړه 32 لكه 7 زره 896 ووټران به رائے وركوي٬ دغسې سندھ څخه د قامي اسمبلۍ 61 او صوبائي اسمبلۍ په 130 چوكو به 2 كروړه 94 لكه 769 ووټران ووټ كاسټ كوي۔ د خېبرپښتونخوا څخه د قامي اسمبلۍ په 45 او د صوبائي اسمبلۍ په 115 چوكو به 2 كروړه 19 لكه 28 زره ووټران د خپلو نمائندګانو انتخاب كوي٬ دغسې بلوچستان څخه د قامي اسمبلۍ په 16 او د صوبائي اسمبلۍ په 51 چوكو به 53 لكه 71 زره 947 ووټران رائے وركوي٬ د قامي اسمبلۍ حلقه اېن اے۔8 باجوړ، پي کے۔22 باجوړ، پي کے۔91 کوهاټ او د پنجاب اسمبلي حلقه پي پي 266 رحيم يار خان كښې د كانديدانو د حق رسېدو له امله پولنګ ځنډولے شوے ٬ ګرد هېواد كښې 16 زره 766 پولنګ سټېشنز ډېر حساس٬ 29 زره 985 حساس او 44 زره 26 پولنګ سټېشنز نارمل ګرځولې شوي دي۔ د زيارت په ورځ ګرد هېواد كښې عامه رخصتي ده٬ په ميډيا به د پولنګ ستېشنز نتيجې د پولنګ ختمېدو نه يو ساعت وروستو جاري كولې شي ٬ ووټ به په اصلي شناختي كارډ اچولې شي٬ اېكسپائر كارډ به هم د منلو وړ وي۔ د الېكشن کميشن دا ځل تولټاكنو لپاره 26 كروړه بېلټ پېپرز چاپ كړي٬ د الېكشن د نتيجو ترسيل و تدوين لپاره به اليکشن مېنجمنټ سسټم (اي اېم اېس) كارولې شي٬ په پولنګ سټېشن د امن صورتحال كنټرول كولو لپاره پريذائيډنګ افسرانو ته د مجسټريټ درجه اول اختيارات وركړے شوي٬ د حساس ترين پولنګ سټيشنز نه بهر به پوځ تعينات وي ٬ مجاز مبصرينو او ميډيا ته پولنګ سټېشنز ته د داخلې اجازه ده ٬ ګرد هېواد كښې 144 ډسټركټ ريټرننګ افسران، 859 ريټرننګ و اسسټنټ ريټرننګ افسران تعينات كړې شوي٬ په مجموعي توګه يو لك 91 زره 526 پريذئيډانګ افسران او 7 لکه 85 زره 60 اسسټنټ پريذائيډنګ افسران تعينات كړې شوي٬ دغسې پنځه زره ډېټا انټري اپرېټرز د اي اېم اېس د لارې د نتيجو تدوين او ترسيل لپاره ريټرننګ افسران سره منسلك كړے شوي دي
د كال 2024 ټولټاكنو لپاره ګرد هېواد كښې د پولنګ عمل په ښه ډول روان دے٬ په پولنګ سټېشنز د ووټرانو اوږده قطارونه ولاړ دي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج