اسلام آباد 19 نومبر(اے پي پي) د وزيراعظم د قامي سلامتيا سلاكار ډاكټر معيد يوسف وئيلي دي پاكستان او چين دوه قوي وروڼه دي، د دوي شركت څوك نه شي ماتولې، په خپله خاوره موجود هر يو غېر ملكي ته به تحفظ وركوو، د سي پېك او چينائي وګړو حفاظت لپاره غوره انتظامات شوي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ چائنه سنټرل ټي وي سره په خپله مركه كښې وكړې. د وزيراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار ووئيل پاكستان او چين نزدې ملګري او شراكتدار هېوادونه دي. د دواړو هېوادونو اړيكې د ستراتېژيكي او تاريخي نوعيت دي. ده ووئيل پاكستان او چين تل د يو بل ملاتړ كړے او په سخت وخت كښې يو بل سره اودرېدلي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ډاكټر معيد يوسف ووئيل پاكستان او چين دوه قوي وروڼه دي، د دوي شركت څوك نه شي ماتولې، په تېر وخت په دې لړ كښې شوې هڅې شنډې شوي.ده ووئيل چين سره زمونږ اړيكې ډېرې مهمې دي. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د چين د پرمختيائي ماډل نه متاثر دے، دا د نړۍ هغه يواځنے هېواد دے چې په لنډه موده كښې ئې ډېر خلق د غربت نه خلاص كړي.
پاكستان او چين دوه قوي وروڼه دي، د دوي شركت څوك نه شي ماتولې، په خپله خاوره موجود هر يو غېر ملكي ته به تحفظ وركوو. د وزيراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار ډاكټر معيد يوسف د چائنه سنټرل ټي وي سره مركه
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa