کلرسيدان 10 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي مستحق او كمزورې طبقې سره مالي مرسته كول د حكومت ذمه واري ده، دا كوم احسان نه دے، 70 لكه مستحقو كورنيو ته به په منصفانه توګه مرسته وركولې شي، غېر مستحقين د پروګرام د لسټ څخه ويستلے شوي، وړيا علاج لپاره كمزورې طبقې ته د روغتيا كارډونه هم وركوو، په نيا پاكستان هاٶسنګ پروژه كار روان دے، اېن جي اوز سره په ګډه به مستحقينو ته چت وركولې شي. ده دا خبرې د شورو په ورځ په كلر سيدان كښې د احساس كفالت پروګرام د دوهم پړاٶ پېل كېدو په موقع مستحقينو سره د خبرو كولو په مهال وكړې. په دې موقع د وزيراعظم د غربت تحفيف او د سماجي تحفظ خاص مرستياله ډاكټر ثانيه نشتر هم موجود وه. وزيراعظم عمران خان ووئيل د احساس پروګرام له مخې د ټولنې كمزور طبقې او مستحقينو سره مرسته د حكومت لخوا كوم احسان نه بلكې دا فرض دے. وزيراعظم ووئيل مستحقو كورنيو ته به د روغتيا كارډونه هم وركولې شي چې له مخې به ئې دوي په كوم هم روغتون كښې تر اووه نيم لكه روپو علاج كولې شي. وزيراعظم ووئيل د احساس كفالت پروګرام له مخې مستحقينو سره مالي مرسته روانه ده. د دې نه علاوه اخوت اېن جي او سره د ټولنې كمزورې طبقې لپاره كورونه هم جوړولې شي. په نيا پكستان هاٶسنګ پروژه هم كار روان دے او دا هغو مزدورانو لپاره ده كوم چې د كور اخستلو استطاعت نه لري. ده ووئيل مستحقينو ته به خپل چت وركولې شي او داسې نظام به راوړوو چې دوي د كرايه وركولو په ځاے په قسطونو خپل كور ترلاسه كړے شي. په دې لړ كښې اخوت تنظيم ته درې نيم اربه روپې وركړې شوې او ټولې به لس اربه روپې وركولې شي چې دغسې مستحق كسان خپل كور لپاره قرض ترلاسه كړے شي. وزيراعظم ووئيل مستحقينو ته به خپل كاروبار لپاره اسانۍ وركولې شي. په دې لړ كښې به د ګنډلو مشينونه او د وړوكي طرز د دوكانونو اسانۍ هم وي چې دغسې هغه خلق چې په مشكله ګزاره كوي هغوي به خپل كاروبار جاري وساتلے شي. وزيراعظم ووئيل مستحقينو سره نغده 12 زره روپې مالي مرسته كېږي او هيله ده چې دا روپۍ به هغه كسان ترلاسه كړي كوم چې مستحق وي. 8 لكه 20 سركاري ملازمان د احساس لسټ نه ويستلے شوي. دغسې 30 زره نور غېر مستحق كسان هم د لسټ څخه ويستلے شوي. وزيراعظم ووئيل په لبنان كښې د مظاهرو لړې روانه ده او مظاهرچيان دا دريځ لري چې هلته د كورونا وائرس وبا په مهال په سياسي بنيادونو په غېر منصفانه توګه مالي مرسته تقسيم شوې. په پاكستان كښې د احساس پروګرام له مخې په منصفانه توګه د مالي مرستې تقسيم باوري كړے شوے، په سياسي بنيادونو تقسيم نه دے شوے۔ ده ووئېل هم دا وجه ده چې چا دې تقسيم ته ګوته نه ده نيولې، تر ټولو زياته مالي مرسته په سندھ كښې شوې ، ځكه چې په مېرټ تقسيم شوے. چرته چې غربت او ضرورت زيات ؤ، هلته زياتې پیسې تقسيم شوي. وزيراعظم ووئيل د احساس كفالت پروګرام دوهم پړاٶ نن پېل كېږي. 70 لكه مستحقو كورنيو سره به مرسته كولې شي. د دې نه علاوه كومې مستحقې كورنۍ چې خپلو ماشومانو ته تعليم نه شي وركولې، هغو كورنيو سره به هم مرسته كولې شي. انډر ګرېجوېټ سكيم پېل شوے او د دې نه علاوه لوړو زده كړو لپاره به سكالرشپس هم وركولې شي۔ د دې څخه وړاندې ډاكټر ثانيه نشتر وزيراعظم ته د احساس كفالت پروګرام په اړه بريفنګ وركړو او مستحقو مېرمنو په مالي مرسته كولو د حكومت او وزيراعظم عمران خان مننه وكړه.
كمزورې طبقې سره مالي مرسته كول د حكومت ذمه واري ده، دا كوم احسان نه دے، 70 لكه مستحقو كورنيو ته به په منصفانه توګه مرسته وركولې شي. د وزيراعظم عمران خان د احساس كفالت پروګرام د دوهم پړاٶ پېل كېدو په موقع خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات