اسلام آباد۔6نومبر (اے پي پي ) د منصوبه بندۍ ، ترقي او اصلاحات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئېلي دي د وزیراعظم وژن تر مخه اسلام آباد د آئي ټي او ټیکنالوجۍ په میدان كښې د سيمه ايز جدت طرازۍ مرکز جوړولې شي ، د اسلام آباد په آئي ټي پارک كښې د جدید اسانيو وركولو د لارې به آئي ټي کمپنۍ او اټارټ اپس له تکنیکي او انتظامي مرسته وركولې شي ۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د اسلام آباد آئي ټي پارک منصوبې د پیشرفت جاج اغستو لپاره د يوې اعلیٰ كچ غونډۍ مشرۍ په مهال وكړه ۔ غونډه كښې د انفارمیشن ټیکنالوجي وزيره شیزا فاطمه خواجه، د منصوبه بندۍ وزارت او د آئي ټي سینئر چارواكي او د سوئېلې کوریا سفیر بشمول د کورین سفارتخانې چارواكي هم شریک وو ۔ پروفیسر احسن اقبال د وزیراعظم په وژن زور راوړو د كوم مقصد چې اسلام آباد د آئي ټي او ټیکنالوجۍ په میدان كښې د سيمه ايز جدت طرازۍ مرکز جوړول دي۔ غونډه كښې ووئېل شول د اسلام آباد آئي ټي پارک په 66,893 مربع میټر زمكه مشتمل دے، چې پكښې دوه تهه خانې، يو ګراونډ فلور او نهه اضافي منزله شامل دي۔دا منصوبه د کوریا د اقتصادي ترقیاتي معاونت فنډ او د پاکستان د سرکاري څانګې د كلنه ترقیاتي پروګرام په مالي مرسته جوړېږي ۔په دې 88.384 ملین ډالره لګښت منصوبه كښې 76.310 ملین ډالر پور کورین ایګزم بینک وركوي او نور پاتي 12.476 ملین ډالر د پاکستان حكومت وركړي دي ۔ پارک كښې 120 آفس اسپیسز، اسټارټ اپس لپاره 15 دفترې٬ انکیوبیشن سنټر، بزنس سپورټ سینټر، صنعت-اکیډمي رابطه مرکز، د بجلی دوامداره ساتلو بندوبست، ټائر III ډياټا سینټر، R&D آئي ټي لیبز، آډیټوریم او ورچوئل کلاس رومز شامل دي كوم به چې د تحقیق او تربیي ودې له مرستياله وي ۔پاکستان كښې د جنوبي کوریا سفیر پارک کي جون پاکستان سره د دې تاریخي منصوبې نزدې مرستې لپاره د کوریا د عزم پخلے وكړو او د آئي ټي مصنوعات برآمدات له د موقعو پیدا کولو شراکت دارۍ زياتول لپاره يې د کوریا خوښي څرګنده كړه ۔ پروفیسر احسن اقبال په ټیکسلا كښې د ګندھارا آئي ټي یونیورسټۍ جوړولو تجویز وركړو د كومې مقصد جې تعلیم او جدت ته لا وده وركول دي۔ ده ووئېل د پوهنتون لپاره حکومت زمكه وركولو لپارهچمتو دے او د کوریا يوې اعلیٰ تعلیمي ادارې پاکستان كښې د جوړېدل خوښبينه ګنړي۔ ۔
حکومت د اسلام آباد آئي ټي پارک په تندۍ سره بشپړولو له عزم لري، پلازمينه د آئي ټي او ټیکنالوجۍ په میدان كښې د سيمه ايز جدت طرازۍ مرکز جوړولې شي، احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی