اسلام آباد۔24مارچ (اے پی پی) پاكستان د ??ند په غېر قانوني توګه قبضه كړي كشمير كښې په روان ظلم او ز??ات?? ژوره اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي چې پاكستان به په مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو او منظمو خلاف ورزو په ضد غږ پورته كول دوامدار ساتي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د جمعې په ورځ په خپل پرېس بريفنګ كښې ووئيل مونږ به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې منصفانه او سولييز حل لپاره د خپلو كشميري ورونړو خوېندو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتؤ۔ وياندې ووئيل چې تېره اونۍ په سرينګر كښې د ??ند ملي تحقيقاتي ايجنسۍ (اېن آئی اے) مشر خبريلي او د بشري حقونو كاركن ??رف??ن معراج ګرفتار كړو ، پاكستان د ??رف??ن معراج او خرم پروېز په شمول د ګڼ شمېر كشميري خبريالانو او د بشري حقونو د محافظينو حفاظت او خېريت په اړه اندېښنه لري كوم چې د مقبوضه كشمير او ??ند په زندانونو كښې بې ګناه بنديوان دي۔ وياندې په ??ند زور راوړو چې هغه دې په خبريالانو او د بشري حقونو په محافظينو د فشار او په مقبوضه سيمه كښې د را??ې د آزادۍ سلب كېدو پال??سي ختمه كړي۔
پاكستان به په مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو او منظمو خلاف ورزو په ضد غږ پورته كول دوامدار ساتي٬ خارجه دفتر
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز