ریاض 28 اپرېل (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف د صحت په څانګه كښې نړيوال عدم مساوات ته پام لرنه كولو او دا تر ټولو لويه مهمه مسئله ګرځولو سره وئيلي چې د صحت په میدان كښې په نړيواله كچه د پرمختګ كونكو او پرمختلليو هېوادونو ترمينځه زيات شوې خلیج ختمولو ته اړتيا ده ،پاکستان د ماحولیاتی بدلون له امله ځپلې شويو هېوادونو كښې شامل دے ،حکومت د هېواد څخه د پولیو بشپړه ختمولو له لوظي دے۔ده د اتوار په ورځ نړيوال اقتصادی فورم خصوصی غونډي په موقع د صحت په څانګه كښې د فرق ختمولفو په سرخط مباحثې ته وينا كوله۔مباحثې ته د روغتيا نړيوالې ادارې ډائریکټر جنرل ټیډروس ایډهینم ګبرائسس، کنګ سلمان هیومنټیرین ایډ اینډ ریلیف سینټر سپروائزر جنرل ډاکټر عبدالله الربیعه او بل اینډ میلنډا ګیټس فاؤنډیشن نمائنده انیتا زیدی هم خطاب وكړو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف په خپل خطاب كښې ووئيل نړۍ كښې د په څانګه كښې نړيوال عدم مساوات لويه مسئله ده، کووډ 19 وبائی رنز د صحت سهولیات وركولو او ویکسینو تقسیم په معامله كښې ګلوب سائوتھ او ګلوب نارتھ ترمينځه په لويه توګه موجود خلا په ډاګه كړې۔وزیراعظم ووئيل كال 2003 كښې چې كله ما سعودی عرب كښې د جلاوطنۍ ژوند كولو هغه وخت زه د کینسر په رنز اخته شوې وم او درملنې لپاره نیویارك ته لاړم نو هلته زما په درملنه لوئ خرڅ راغلې وو بيا ما سوچ وكړو چې په دومره ګرانه بيعه درملنه وګړي نه شي زغملے، خوش قسمتۍ سره كله چې زه ښه شوم نو پاکستان ته لاړم او د پنجاب د وزير اعليٰ چوكۍ سنبهالولو سره هغه وخت په پنجاب كښې د کډنی کینسر او جګر رنز درملنې لپاره ما د ادارو په جوړولو كار پيل كړو۔ خپل محدود وسائلو سره مو اولس له د صحت وركولو لوظ وكړو۔د پنجاب وزیراعلیٰ په هيڅ ما په خپله صوبه كښې د هیپاټائټس رنز درملنې لپاره سهولیات د پنجاب لري پرتو سيمو كښې هم وركړې۔ سټی سکین په شان آسانۍ مو وركړې، لاهور كښې د سوئيلي اسياﺀ تر ټولو ښه کډنی روغتون جوړ شوې، چین او هند ته تللو سره په ګرانه بيعه درملنه كونكو ته دغه آسانۍ ترلاسه په هپل هېواد كښې ترالسه دي۔وزیراعظم ووئيل ماحولیاتی بدلون نړيواله منظر نامه بدل كړې ده ، د پاکستان شميره د ماحولیاتی بدلون له امله ځپلې شويو هېوادونو كښې سرفهرست ده۔ده ووئيل كال 2022 كښې ماحولیاتی بدلونونو په وجه پاکستان كښې لوئ سېلاب راغلې ؤ چې له امله ئې لوئ زيان شوې،هغه وخت بهرنۍ مرستې ته اړتيا وه،آيا پرمختګ كونكې دغه ډول په ګرانه بيعه قرضو اخستلو سره د دې ډول صورتحال د مقابلې كولو صلاحيت لري ؟ وزیراعظم ووئيل 2011 كښې پنجاب كښې د ډنګي رنز خپورې شوې ؤ د ټولې نړۍ څخه پوهان رابللو سره شپه ورځ كار كولو په هغې قابو موندلې شوې ؤ۔ده ووئيل کنګ سلمان فاؤنډیشن د صحت په څانګه ځانګري خذمات ترسره كوي۔ وزیراعظم د بل ګیټس په پاکستان كښې د پوليو خاتمې لپاره مهم كښې ویکسین وركول او د صحت په څانګه كښې مرسته ستائيو ۔ ده ووئيل 2022 سېلاب ځپيلو لپاره بشپړه مرسته شوي۔د روغتيا نړيوالې ادارې ډائریکټر جنرل ټیډروس ایډهینم ګبرائسسنے خطاب کولو سره ووئيل كوټلي پرمختيائي اهداف (ایس ډی جیز) ترلاسه كولو لپاره اجتماعی هڅو ته اړتيا ده۔د مور بچي د مرګ شرح په اړه د تشویش څرګندونې سره ده ووئيل 54 هېوادونه دا مهال د اېس ډی جیز اهداف ترلاسه كولو كښې شاته دي دغسې څلور اربه 90 کروړه كسانو ته بنیادی سهولیات نه دي ترلاسه۔نورو ګډون كونكو ووئيل نړۍ كښې شخړي زياتيږي كومي چې د صحت په څانګه اثرانداز كېږي۔دوي د صحت په څانګه كښې د سرمایه کارغ په حاجت زور راوړو۔
د صحت په څانګه كښې نړيوال عدم مساوات مهمه مسئله ده ، پرمختګ كونكو او پرمختلليو هېوادونو ترمينځه فرق ختمولو ته اړتيا ده۔ وزیراعظم شهباز شریف
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے