د غېر سرکاري تنظيمونو لخوا به د فني تعليم د لارې د بې روزګارۍ ختمولو لپاره هر ممكن مرسته كولې شي۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي


اسلام آباد11 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي د غېر سرکاري تنظيمونو لخوا به په صوبه كښې د فني تعليم د لارې د بې روزګارۍ خاتمې له هر ډول ممكن مرسته كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د المان ادارې “GIZ” د هېډكوارټر دورې په مهال وكړه ٬ په دې موقع د صوبائي اسمبلۍ غړے احمد کريم کنډي هم دوي سره ٶ۔ په دې مهال د ادارې د كمېشن منېجر رومينا کوچيئس، هيډ آف پروګرام منصور زيب خان د دوي هركلے وكړو او د ادارې په بېلا بېلو څانګو ئې دوي وګرځول۔ د زيارت په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې د ادارې مينجمنټ ووئيل په 26 كالو كښې فېصل كريم كنډي وړومبے ګورنر دے چا چې د دې ادارې دوره وكړه او كوم چې د دوي د صوبې او اولس د دوستۍ ثبوت دے۔ په دې موقع ګورنر ته د GIZ تر سېوري لاندې د روانو منصوبو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔ په دې مهال د ادارې د کميونيکيشن پروګرام منيجر طاهر خان، ټيکنيکل انچارج عاطف محمود، د پيپلز پارټي ضلعي صدر ملک فرحان افضل دھپ، نوابزادہ عزيز اللہ علي زئي هم موجود وو۔ دوي خېبرپښتونخوا كښې د فني تعليم د ودې په يو شمېر تجويزونو او په منصوبې هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او په سباٶن كښې د تعليم ودې په اړه د مهمو اقداماتو منصوبه بندي وشوه۔

متعلقہ مضامین