اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) د او آئي سي خارجه وزيرانو د كونسل 48مې غونډې په موقع د شورو په ورځ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د فلسطين خارجه وزير رياض المالكي ترمېنځه ملاقات شوے۔ دواړو مشرانو د پاكستان او فلسطين ترمېنځه سياسي، اقتصادي او د پارلماني روابطو ودې لپاره شريكې هڅې پكار راوستلو له سلا كړې ده۔ د خارجه دفتر له مخې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬ د فلسطين په صورتحال او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان فلسطين سره اړيكو ته خاص اهميت وركوي۔ د فلسطين خارجه وزير د فلسطين د موجوده صورتحال نه خارجه وزير خبر كړو۔ شاه محمود قرېشي د پاكستان قيادت او اولس لخوا د فلسطين قيادت او اولس سره د يوالي څرګندونه وكړه او وزيراعظم عمران خان د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 48مې عونډې ته خپلې وېنا كښې د فلسطين كشالې په پلو د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځولې او د دې اوږدې مودې د مسئلې د سپېځلي حل په مطالبه ئې زور رواړې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د او آئي سي پشمول په ټولو نړيوالو فورمونو د فلسطين مسئلې لپاره غږ پورته كوي او پاكستان د فلسطين پحقله په خپل اصولي او واضح دريځ ولاړ دے۔ د فلسطين خارجه وزير جنګ بندۍ لپاره د پاكستان د فعاله كردار ستائنه كولو سره د مخدوم شاه محمود قرېشي او د پاكستان د قيادت مننه وكړه
د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د فلسطين خارجه وزير رياض المالكي ترمېنځه ملاقات
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا